سیاست

تېر کال بغلان کې نږدې ۴ زره سمنټي ستنې تولید شوې

د بغلان د ستنو جوړولو فابریکې مسؤلین وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې یې ۳ زره او ۷۰۹  سمنټي ستنیې تولید کړې دي. د دغه ولایت د ستنو جوړولو فابریکې آمر مولوي نقیب الله نظري وویل، چې د یاد ولایت د ستنو جوړولو په فابریکې کې د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ۳ زره او ۷۰۹ ستنیې چې په څلورو اندازو کې ۱۰متره، ۱۵ متره، ۱۲ متره عادي او ۱۲ متره کش دي تولید کړي دي.

د بغلان د ستنو جوړولو فابریکې مسؤلین وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې یې ۳ زره او ۷۰۹  سمنټي ستنیې تولید کړې دي. د دغه ولایت د ستنو جوړولو فابریکې آمر مولوي نقیب الله نظري وویل، چې د یاد ولایت د ستنو جوړولو په فابریکې کې د افغانستان برېښنا شرکت د اړتیا وړ ۳ زره او ۷۰۹ ستنیې چې په څلورو اندازو کې ۱۰متره، ۱۵ متره، ۱۲ متره عادي او ۱۲ متره کش دي تولید کړي دي. نظري زیاته کړه چې د بغلان د ستنیو جوړولو فابریکې خام مواد او ټول د اړتیا وړ مالي امکانات د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ورکول کېږي، په همدې اساس دغه فابریکه عواید نه لري خو د ستنیو دغه فابریکې ولایتونو ته د خامو موادو په بیه د صادره چکونو له لارې مرکز او ولایتونو ته توکي لېږدوي. د سرچينې په خبره د فابریکې تولید شوې ستنیې تر ډېره په نهو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د برېښنا ولایتي ریاستونو ته سپارل کېږي او دغه فابریکه د ستنیو د پلور صلاحیت نه لري او دا صلاحیتونه د افغانستان برېښنا شرکت په اختیار کې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button