مرکې

تېر کال اندرا ګاندي روغتون کې له ۱۵ زرو زیات عملیاتونه تر سره شوي

67 / 100

شریعت: اندرا ګاندي په هېواد کې یواځینی روغتون دی،چې د ماشومانو په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، په نوموړي روغتون کې تېر کالI P D   ناروغانو شمېر ۵۷ زره۹ سوه ۱۴، O P D ناروغانو شمېر ۳ لکه ۱۶ زره او ۳ تنو ناروغانو د درملنې په موخه مراجعه کړې وه او ۱۵زره ۴ سوه یو عملیاتونه په وړیا ډول تر سره شوي دي،د اندرا ګاندي ماشومانو ملي او تخصصي لوی روغتون ريیس ډاکټر حسیب الله رحیمزي د شریعت  ورځپاڼې خبریال ته په ځانګړې مرکه کې وویل:« اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون  د هېواد په سطحه یو  کمپلکس روغتون دی چې اور توپیدي، سوځېدنې، زړه ناروغان ،داخله ،د پزې او غوږ او عمومي جراحي فعالې څانګې لري چې د ناروغانو درملنه د تجربه لرونکو او متخصصو ډاکټرانو لخوا په بریالۍ توګه تر سره کېږي.»

ښاغلي رحیمزي زیاته کړه، هر ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا د۱۰۰۰نه تر ۱۲۰۰پورې ناروغانو د او پي ډي برخې ته مراجع کوي.

هغه وایي، د اندراګاندي د ماشومانو ملي معالجوي او تخصصي روغتون۳۶۰ بستریزه ضرفیت لري، ډېر کله تر ۵۰۰ شاو خوا پورې د ناروغانو شمېر لوړېږي؛ چې  په هر بستر کې دوه او درې ناروغان اچول کېږي.

په همدې ترتیب د یاد روغتون ریيس وایي، که چېرې حکومت یاد روغتون ته طبي وسایل او روغتیایي پرسونل زیات کړي د روغتون ټولې ستونزې به حل شي.

ډاکټر حسیب الله رحیمزي زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتک سره د اندراګاندي  د ماشومانو روغتون کې ډېرې برخې بېرته فعالې شوي دي.

همداشان د نوموړي روغتون ریيس حسیب الله « رحیمزی» وایي، د اندرا ګاندي ماشومانو روغتون دا مهال ۷۰۰ په شاوخوا کې پرسونل لري او په راتلونکي کې پلان شته، چې یاد روغتون د سیمې په کچه یو نړیوال روغتون شي په راتلونکې کې مو هدف دا دی،چې د روغتون ډاکټران او بستر زیات کړو او لا ښه خدمتونه خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړو.

له هلمنده د یو تن ناروغ ماشوم پلار ښاغلی رحیم الله وایي،ډېر خوښ یم،چې د زوی عملیات مې په خپل هېواد کې په بریالۍ توګه ترسره شو، نوموړي زیاته کړه د روغتون ټول روغتیایي پرسونل وخت پر وخت د ناروغانو کتنه او معاینات کوي او موږ د دی له کاره تر ډېره را            ضي يوو.

په پای کې د نوموړي روغتون رييس ښاغلي حسیب الله « رحیمزي»خوښي څرګنده کړه چې خپل ملت ته د روغتیا په برخه کې خدمت وړاندې کوي.

سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button