ټولنه او کلتور

تېرو ۳ کلونو کې ۱۰۰۰ ښوونځیو ته معیاري ودانۍ جوړې شوي

6 / 100

د پوهنې وزارت ویاند ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ ښوونځیو ته نوې معیاري ودانۍ جوړې شوي او د ۱۵۰۰ ښوونځيو ودانۍ بیاځلې رغول شوي دي.د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه حریت راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي چې د ښوونځیو جوړولو برخه کې به هغو ولایتونو ته لومړیتوب ورکړي، چې د جګړو او نورو ناخوالو له امله یې ښوونیز نظام له خنډونو سره مخ وو. د پوهنې وزارت ویاند همداراز وویل، چې په تېر کې په ټول هېواد کې تر ۱۸ زرو زیات ښوونځي موجود وو، ۷ زرو یې دایمې ودانۍ درلودې، ۳ زره یې په کرايي کورونو او ۸ زره نور بیا داسې وو، چې زده کوونکي یې په سرخلاصو ځایونو کې په زده کړو بوخت وو.

ښاغلي حمزه ویلي، په ټول هېواد کې یې د ۷۰۰ خیالي ښوونځیو تشکیل لغوه کړی. د نوموړي په خبره اوسمهال د هېواد په هېڅ برخه کې خیالي ښوونځی، ښوونکی او زده کوونکی نشته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button