ټولنه او کلتور

تېرو دوو ورځو کې ۵۶ زره کډوال هيواد ته راستانه شوي

د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت کمېټه وايي، د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبه تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال هيواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت کمېټه وايي، د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبه تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال هيواد ته راستانه شوي دي. د دې کمېټې د راپور پر بنسټ، په تېرو دوو شپو کې ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ چې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه کېږي، د تورخم له لارې هيواد ته راغلي دي. د سرچينې په وينا، دا ټول هغه افغان کډوال دي چې د پاکستان هيواد په زور له دغه هيواده را ايستلي دي. ياده کمېټه زياتوي، چې دغه راغلي افغان کډوال يې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور پېژندلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button