اقتصاد

تېره میاشت د هېواد په کچه نیږدې ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۹.۸ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۷۲.۵ ميليون ډالر ښودل شوی دی.

د دغه ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر کال د وږي په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۸.۴ میلیون ډالر او هېواد ته د رالېږدول شويو توکو مجموعي ارزښت ۷۴۴.۴ ميليونه ډالر کېده، چې د روان کال د وږي مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۲۸.۶ ميليون ډالر کمښت ښيي. بل خوا د روان کال د وږي مياشتې د وارداتو په ارزښت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۲۸.۱ ميلیون ډالر لوړوالی راغلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۲ کال د وږي په مياشت کې تر ټولو زيات صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او د ۱۴۰۱ کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجکستان هېوادونو ته وو.

همدا ډول د ۱۴۰۱ کال په وږي مياشت کې ترټولو زيات واردات د ايران، چين، پاکستان او هندوستان له هېوادونو څخه وو او د روان کال په وږي مياشت کې هم تر ټولو ډېر واردات له یادو هېوادونو ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button