ګزارش

تېره اونۍ هلمند کي د څلورو ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه ژوبل سوي دي

نېټه: ۱۴۴۴/۷/۲۰ هـ ق

تېره اونۍ په موسی قلعه، ګرمسېر او باباجي ولسوالیو کي د څلورو ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه ژوبل سوي دي.

د موسی قلعه ولسوالۍ په مرکز بازار کي د یوه عراده موټر او موټرسایکل په ترافیکي پېښه کي د موټرسایکل چلوونکي پښه ماته سوې، موټرسایکل چلوونکی د تداوۍ په موخه روغتون ته لېږل سوی دی.

همداراز په موسی قلعه ولسوالۍ کي د موټر او موټرسایکل تر منځ یوه بله ترافیکي پېښه کي موټرسایکل چلوونکی ژوبل سوی، ژوبل سوی کس د تداوۍ په موخه روغتون ته لېږل سوی او موټر چلوونکی د امنېتي مسئولینو لخوا نیول سوی دی.

د باباجي ولسوالۍ لوی مانده دوکانونو سره د دوو موټرسایکلانو او سراچه موټر په ترافیکي پېښه کي دوه موټرسایکل چلوونکي ژوبل سوي او د تداوۍ په موخه ایمرجنسي روغتون ته لېږل سوي دي، موټر چلوونکی د امنېتي مسئولینو لخوا نیول سوی دی.

د ګرمسېر ولسوالۍ د دروېشان په سیمه کي یو کورلا موټر چلوونکي ماشوم په موټر وهلی او ژوبل کړی دی، کوچنی ماشوم د تداوۍ په موخه روغتیایي مرکز ته لېږل سوی او موټر چلوونکی د امنېتي مسئولینو لخوا اړونده ارګان ته سپارل سوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button