ګزارش

تېره اونۍ هلمند کي د پنځو ترافیکي پېښو له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په ګرمسېر، ګرشک او ناوې ولسوالیو کي د پنځو ترافیکي پېښو له امله یو تن وژل سوی، او درې تنه نور ژوبل سوي دي.

تېره اونۍ په ګرمسېر، ګرشک او ناوې ولسوالیو کي د پنځو ترافیکي پېښو له امله یو تن وژل سوی، او درې تنه نور ژوبل سوي دي.

د ګرشک ولسوالۍ په بازار کي د یوه عراده ټېلر او موټرسایکل په ترافیکي ېېښه کي موټرسایکل چلوونکی لومړی ژوبل او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړه، د یادي پېښي په تړاو موټرچلوونکی د امنېتي مسؤولینو لخوا نیول سوی او موټر یې د ترافیکو امریت ته تسلیم کړی دی.

د ناوې ولسوالۍ په هزار اسپ سیمه کي د یوه عراده لوکسل موټر چلوونکي لخوا موټر له سړک څخه اوښتی او دوه تنه یې په موټر وهلي دي، د یادي پېښي له امله دوه تنه ژوبل سوي چي د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته لېږل سوي دي، او موټر چلوونکی د موټر سره یو ځای د امنېتي مسؤولینو لخوا نیول سوی دی.

همداراز د یادي ولسوالۍ په عینک سیمه کي د یوه موټرسایکل چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله موټرسایکل چپه سوی او ژوبل سوی دی، یاد کس د تداوۍ په موخه ایمرجنسي روغتون ته لېږل سوی دی.

د ګرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ سیمه کي یوه عراده مازدا موټر و زابر ته چپه سوی دی، چي په یاده پېښه کي موټر چلوونکي ته مالي زیان اوښتی دی او کوم چا ته ځاني زیان ندی رسېدلی.

د یو بل خبر له مخي د همدې ولسوالۍ په جګروم سیمه کي یوه عراده پاسو موټر بُغرا ته لوېدلی چي په یاده پېښه کي کوم چا ته ځاني زیان ندی اوښتی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button