
تیر واکمنان دي د ځان سره په خپلو کړو وړو حساب وکړي
مافيايي کړۍ او د هغوي ملاتړي اشغالګر هېوادونه چې د اسلامي امارت له واک ته رسيدو سره سم يي ناوړه تبيلغات پيل کړي هڅه کوي چې د مختلفو لارو هغه څه ته لمن ووهي چې د اسلامي امارت ته د ستونزو د راپيداکېدو لامل وګرځي. هغوي چې خپلي ګټي له لاسه ورکړي د ملګرو ملتونو له لاري او کله په بهر کې د تښتيدلو مافيايي کړيو د غوڼډو د جوړيدو پر مهال يو لړ غوښتني چې د افغانانو د ګټو د خونديتوب سره سمون نه لري رامنځ ته کوي. خو هغه غونډي چې تردي مهاله په بهر کې جوړي شوي هيڅ ډول لاس ته راوړني نه لري ځکه د اسلامي امارت د استازو پرته د غونډو جوړيدل ستونزي او انديښني نه شي هوارولي او هغه غونډي او وړاندويني چې يو ځل بيا د مافيايي کړيو د ګټو د خونديتوب او په واک کې د ګډون له پاره رامنځ ته کېږي افغنانوته د منلو نه دي هغوي چې يو ځل بيا په هېواد کې د بزکشي بڼي په شکل حکومت غواړي بايد هغه څه پاملرنه راوګرځوي چې دوي په تيرو شلو کلونو کې ترسره کړي. اوس د هېواد د هر وګړي ددي واک لري چې د تيرو واکمنو د ترلاسه شويو لاس ته راوړنو په هکله قضاوت وکړي. دوي چې د واکمني پر مهال د هر ډول واکمني بڼه بدنامه کړي او هېوادوال ورته دکرکې په سترګه ګوري څنګه به د منلو وړ وي. دوي چې اوس د ديموکراسي او ولسي واکمني په هکله ناري سوري وهي د ټول ټاکنو بدنامه او د جعل فريب او لاس وهني ډکه پروسه ولي هيره کړي آيا افغانان به بيا هم د دوي په غولونکو خبرو باور وکړي د دوي په ويشل شويو واکمنيو به د هېواد کوم غړي باور وکړي. د ټول ټاکنو د بدنامي پروسي وروسته د بهرنيانو په لارښوونه او لاس پورته کېدو بهير د کوم افغان له ياده وتلي اوس د هېوادوالو په سترګو کې د خاورو شيندل پاي ته رسيدلي بهرنيان بايد پوه شي چې د دوي تالي څټو له پاره دي ناوړه تبيلغاتي کمپاينونه او هغه وړاندويني چې په مختلفو نومونو رابرسيره کېږي پاي ته ورسوي. هغوي چې د اسلامي امارت سره د کومي هوکړي له مخي له هېواده وتلي بايد خپلو ژمنو ته ژمن پاتي شي ځکه د ترسره شويو ژمنو څخه سرغړونه د هيچا په ګټه نه تماميږي اسلامی امارت د ترسره شويو ژمنو له مخي نه غواړي چې په خپل دريځ کې تغيير راولي او هغه وړاندويني چې د افغانانو د ګټو سره سمون نه لري نه شي منلي. ليدل کېږي چې د ړنګ شوي جمهوريت چارواکې لا اوس هم د واک د ترلاسه کولو له پاره مختلفي لاري لټوي خو هغوي چې افغانانوته د خپل واک پرمهال امتحان ورکړي بايد د خپلو کړ وړو سره پخپله حساب وکړي هغوي د واک ته د رسيدو له پاره د هر ډول نا مشروع لارو څخه کار واخست او د دولتونو او حکومتونو د تشکېلاتي جوړښت بڼه يي بدنامه کړه. دوي اوس هغه ډول واکمني غواړي چې دوي او د دوي ګټي پکښي خوندي وساتل شي. خو د اسلامي امارت په راتګ سره د مافيايي کړيو ناروا ګټي چې د هېوادوالو د وينو څخه يي ترلاسه کړي د هري ورځي په تيريدو سره رابربڼډيږي. هغوي چې د واک څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د هېوادوالو سره د بهرنيو مرستو په ترلاسه کولو کې يي شخصي شتمني له حسابه وتلي بايد هېوادوالو ته ځواب ورکونکې شي دوي د بدنامو څيرو په توګه د هېوادوالو له پاره د زغم وړ نه دي هيله ده چې ملاتړي هېوادونهیې په افغانستان کې د لاس وهونکو وړانديزونو پرځاي د اسلامي امارت سره د متوازينو اړيکو له پاره لاس راوغزوي او د لاس وهني او ستونزو د رامنځ ته کېدو پرځاي د اړيکو په پيوند غور وکړي. پر اسلامي امارت باندي د فشارونو او بنديزونو لار به مناسبه نه نوي او ترسره شويو ژمنو خلاف عمل ګڼل کېږي ځکه د هري ورځي په تيريدو سره د اسلامي امارت په ځينو غړو د بنديزونو لګول به د متقابلو اړيکو له پاره زيانمنه وي او د ستونزو او انديښنو رغاول به اوږد مهاله کړي که اشغالګر ځواکونه په سيمه او نړي کې د سولي او ثبات پلويان وي نو د خپلواک او ازاد افغانستان په چاروکې دي د لاس وهني څخه لاس واخلي او افغانان دي پريښودل شي چې پخپله خوښه خپل برخه ليک پخپله وټاکې.