ټولنه او کلتور

تور غوږي

په ډېرو نصيحتونو، وهلو او ډبولو يې دې حد ته ورساوه، چې نور يې ، نو له تور ټکي کانګې راځي، هغه هم قرآن کړی، چې يو حرف به ياد نه کړم، پلار له دغه زویه دومره ستړی دی، چې د استاد په طرف يې ورتګ زړه نه غواړي او استاد يې دومره په زړه خوړين کړی، چې په زړه کې يې دومره زور هم نه شته، چې ولي ته يې يادونه وکړي، چې زوی دې اصلاح کړه.

وقايت الله وقار

په ډېرو نصيحتونو، وهلو او ډبولو يې دې حد ته ورساوه، چې نور يې ، نو له تور ټکي کانګې راځي، هغه هم قرآن کړی، چې يو حرف به ياد نه کړم، پلار له دغه زویه دومره ستړی دی، چې د استاد په طرف يې ورتګ زړه نه غواړي او استاد يې دومره په زړه خوړين کړی، چې په زړه کې يې دومره زور هم نه شته، چې ولي ته يې يادونه وکړي، چې زوی دې اصلاح کړه.

دا زموږ د ټولنې شته حالت دی او د ځوان نسل په منځ کې د سلګونو تنو ستونزه ده، ځوان او پېغله ،چې د بې لارۍ، لټۍ او کم همتۍ په مرض روږدي کېږي؛ نو فوراً د ټولنې  د يوه وګړي له خوا د تنبيه زنګ وهل کېږي، خو دغه زنګ داسې آسانه نه دی، ددغه زنګ زور ډېر دی او کاروونکي يې لاخپله هم ورته متوجه نه دي.

دلته د مور او پلار، استاد او مشر کار دادی، چې خپل کشر په حکيمانه انداز اصلاح کړي او هغه ته داسې لاره وښيي چې د دنيا او آخرت نېکمرغي يې پرې ولاړه وي، مګر زموږ مشران دې ته متوجه نه دي، دوی په دې حريص وي ،چې خپل زوی هاغه د فلاني پاچا صاحب له زوی سره پرتله کړي او هماغسې ښه سړيتوب ترې وغواړي، لکه څنګه چې يې د پاچا صاحب زوی لري. دا په داسې حال کې ده، چې که همدغه مور او پلار له هاغه پاچا صاحب سره ځان وګوري؛ نو کم به راشي؛ نو خپل زوی ولې د هغه له زوی سره سيال کول غواړي؟ هغه ته چې مور او پلار کوم امکانات برابر کړي او په برکت سره يې (ښه او پرمختللی سړی) شوی؛ نو خدای تعالی ته معلوم دي، دوی هغو امکاناتو باندې پام نه کوي، بلکې نظر يې يوازې په همدې وي، چې (عمر او عمار) ښه سړی دی؛ خو زما (عمير او عامر) لاهم په ښه سړيتوب پسې لکه ړانده دي.

زموږ د ټولنې دا يو رنځ دی او داسې رنځ دی، چې پوه او ناپوه ټول پرې اخته يو، موږ له کشره دا غواړو ،چې فرښته شي؛ خو ځانونه مو نه دي تللي چې اقلاً (انسانان) شو او (مسلماني) په واقعي معنی چې يې واخلې، ډېره لرې خبره ده.

ځينو ته خدای پاک د ويناوالۍ ښه وړتيا ورکړې وي؛ خو دا چې سم پالل شوی نه وې او يا د خلکو په مخ کې د ځينو ځانګړو لاملونو له مخې خبره نه شي کولی؛ نو سهار او بېګا دغه خپل (فن) په خپل زوی، زده کوونکي او يا کوم بل کشر باندې پخوي، وا سړيه، د ويناوالۍ د زده کړې اراده که دې وي؛ نو لاړ شه، منظم کورسونه تعقيب کړه، که ځان نېک ښودل غواړې؛ نو دا خو يوازې د خبرو له لارې نه کېږي، لږ په عملي لحاظ هم ثابته کړه چې (من) يې او که (پاو کم)!

د نيوکې او نقد چې کوم آداب موږ په کتابونو کې لولو او په هغو کې له ټولو زيات تمرکز په دې شوی ، چې شخصيت بايد زيانمن نه شي، هغه خو يوازې د پرديو لپاره نه دی، هغه د خپلو په اړه هم دی، موږ خو پر خپلو نقد کولی شو؛ که نه له پردي سره خو موږ د دويمې خبرې هم نه يو.

د دغه بې ځايه نقد او نيوکې له کبله موږ په ډېرو وړتياوو خاورې واړولې او هغوی، چې په علمي ميدان کې د کار سړی ګڼل کېدای شوای، موږ ترې په زور (خټګر او کسبګر) جوړ کړل، دا نو له دې لوی ملت سره يو عظيم خيانت دی، چې تر سره شوی.

ځينې بزرګان خو داسې دي چې لږ د چا په اړه پوه شي، چې هغه ښه سړی دی او خلک يې ستايي، ښه به پوه وي چې هغه په خپله مدرسه، ښوونځي، يا پوهنتون کې د استادانو ترمنځ محبوب دی او استعداد ته ېې سلام کوي؛ نو دی به ترې په ډک مجلس کې پوښتنې پيل کړي او دا پوښتنې يوازې د دې په خاطر وي ،چې مقابل لوری بند کړي، خپل فوقيت پرې ثابت کړي او داسې وښيي ،چې هغه په هومره صفت نه ارزي، څومره چې يې کېږي، بلکې دغه (بزرګ صاحب) بايد توصيف شي ،چې دغسې نامي کسان هم بندوي.

ما ته يوه دوست وويل: يو ځلې مې کور ته مشر مېلمه راغی؛ نو زما والد صاحب ورته وويل: زما دغه زوی ماشاء الله په ښه ډول قرآنکريم حفظ کړ او اوس کتابونه لولي، هغه مشر سمدستي وويل: زه به ترې پوښتنې وکړم، که ځواب يې راکړ، بيا يې منم… دغه دوست مې ويل: په دې کې ما ورته راغبرګه کړه: سمه ده تاسو هم پوښتنې وکړئ؛ خو زه به هم درنه په آخر کې پوښتنه وکړم… دی وايي: دغه مشر داسې چوپ شو ،چې تر آخره يې بيا غږ هم ونه کړ.

زه په علمي صف کې داسې خلک پېژنم چې له ځان سره يې پوښتنې ساتلي وي او دغه پوښتنې دومره مغلقې وي ،چې دده  يا زده نه وي او يا که زده کړې يې هم وي؛ نو پرله پسې تمرين به يې پرې کړی وي، له دې مسلمان سره چې کله هم څوک مخامخ شي؛ نو پوښتنه به ترې وکړي، د دې په خاطر چې دې حضرت صاحب ته يې علمي مستوي معلومه شي او که ده ومانه؛ نو ټول جهان به يې ومني.

دلته په علمي صف کې (تور غوږي) خلک پيدا کېږي، هغوی ضد اخلي، کينه اخلي او په زور د پرمختګ پر ځای شاته تګ  غورکوي. په دوی پورې، نو بيا ټکی نه نښلي، د دوی ټول ژوند د نورو په اوږو بار وي او که په علمي صف کې ګرځي هم؛ نو له شتون څخه يې نه شتون غوره دی او د دوی په اړه له ټولو زياته ملامتيا په نا اهلو معلمانو، بې پروا والدينو او مشرانو باندې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button