
تورخم کې ۵ زره کډالو ته دوه خدماتي پڼډغالي جوړ شول
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ بین الوزارتي کمېسیون چې په کې دولس کمېټې فعالیت کوي د خپلو هغو زرګونو راستنېدونکو افغانانو چوپړ کې د خدماتي کمپونو، اړینو خدماتو او آسانتیاوو برابرولو بوخت دي، چې تازه د پاکستاني حکومت له لوري په جبر وېستل کیږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ بین الوزارتي کمېسیون چې په کې دولس کمېټې فعالیت کوي د خپلو هغو زرګونو راستنېدونکو افغانانو چوپړ کې د خدماتي کمپونو، اړینو خدماتو او آسانتیاوو برابرولو بوخت دي، چې تازه د پاکستاني حکومت له لوري په جبر وېستل کیږي.
نن د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ هیئت چې په کې د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ زر محمد حقاني، دافغان پوست ادارې معاون مولوي رحمت الله مکي، د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند او یو شمېر نورو مرکزي او ولایتي ادارو چارواکو یې ملتیا کوله په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو لپاره پنډغالي ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د پنډغالو څخه دلیدنو پر مهال وویل چې په یادو پڼډغالو کې به پنځه زره په شاوخوا کې تازه راستنېدونکي افغانان مېشت وي او ټول اړین خدمات به ورته وړاندې کېږي.
حقاني زیاته کړه چې تردې دمه تورخم ښارګوټي له لارې ۱۵۰ زره راستنېدونکي افغانان خپل هېواد ته راغلي چې ټولو کډوالو ته روغتیايي ټیمونه، چې په کې نارینه او ښځینه ډاکتران شامل دي ګومارل شوي او همدارنګه د کډوالو ثبت او راجستر په برخه کې هم د پخوا په پرتله تشکیل درې چنده زیات شوی او ټول کډوال بغیر له کوم خڼډ او ځڼډ څخه ثبت کېږي او هم ورته خوراکي توکي په وړیا ډول ورکول کېږي.
هغه وویل چې ټول هغه کډوال چې اقتصادي مشکلات یې زیات وي په خپلو موټرو کې تر کورونو پورې رسوو.
همدارنګه په فرضي کرښه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا په ځانګړې سپارښتنه د عامه پوهاوي او روحي ارامتیا په پار په دېوالونو لیکنې وشوې او لاهم جریان لري.
اخوا د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني وویل چې دغو پڼډغالو ته یې د انټرنیټ فایبر لاین تېر کړی او همدارنګه ټولو مخابراتي شبکو خپل مخابراتي انتنونه نصب کړي او ټولو کډوالو ته سیم کارتونه هم په پېژندپاڼه ورکول کېږي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قومندان مولوي عبدالصبور ابودوجانه وایي چې ۳۵ ټانکر، ۷۰ انترنیشنلې، سیار تشنابونه نقلیه وسایط هم راوړل شوي او ټول راتلونکو افغانانو ته په خپلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.
ورته مهال راستانه شوي افغانان خوښ دي، چې خپل هېواد ته ستانه شوي او مسوولین ورته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي.
د مسوولینو په خبره راستنېدونکو افغانانو ته دوه ملیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې چې په لومړنیو اړینو خدماتو کې به مصرف شي.