
سیاست
تورخم کې د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده
د تورخم استخباراتو مديریت له لوري په تورخم کې ۳۵ ټنه د کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د تورخم استخباراتو مدير محمد اقبال تکل ویلي، چې وړمه شپه په يو باروړونکي موټر کې ۳۵ ټنه کرومايټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې، چې غوښتل یې له هېواده بهر ته يې انتقال کړي. تکل زیاته کړې، چې دغه ډبرې له هېواده بهر ته په جعلي اسنادو انتقالېدل، چې له څېړنې وروسته يې اسناد جعلي او د انتقال مخه یې ونیول شوه. نوموړي وویل، په دې تړاو یو تن نیول شوی، چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دی.