سیاست او دولت

تهران کې د مسکو فارمټ  غونډه جوړېږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په تړاو به د مسکو فارمټ غونډه درې ورځې وروسته په تهران کې جوړه شي.د ایران ایسنا خبري اژانس د کابلوف له قوله کښلي چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي ګډون وکړي. ایسنا نه دي ویلي چې له یادو هېوادونو پرته به په دې  غونډه کې د سیمې او نړۍ نور هېوادونه هم ګډون کوي.

د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه د تېر کال سپټمبر کې  د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه چې یادې ناستې ته د بهرنیو  چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم تللی و.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه.

د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په منظمه توګه دایریږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button