سرلیکنې

تر لاسه شوي فرصتونه له ضایع کېدو وساتئ !

دا د څښتن تعالی نه بدلېدونکې تګلاره ده چې پرخپلو بندګانو وخت پروخت بېلابېل حالات او د ازمایلو لپاره ښې او بدې ورځې راولي.

دا د څښتن تعالی نه بدلېدونکې تګلاره ده چې پرخپلو بندګانو وخت پروخت بېلابېل حالات او د ازمایلو لپاره ښې او بدې ورځې راولي. په دې اساس د نورو اوسنیو او لرغونو قومونو په شان افغان ولس هم ډول ډول حالات لیدلي دي. مثلاً که یو وخت په کور د ننه د چنګیزیانو له لاسه تر انتهایي زیات ظلم و وحشت لاندې راغلي، بل وخت بیا همدې وګړو پر دکن او ډیلي حکومتونه کړي او د پارس پر زړه اصفهان یې هم خپل راج چلولی دی. تردې چې بیا د کورني اخ و ډب او هوسپالنې له امله یوځل بیا په خپل کهاله کې د یو ډېر لیرې دښمن تر برید لاندې راغلي او ښه ډېر ځپل شوي او کړېدلي دي. خو هماغه لوی بریتانوي ځواک بیا هم د همدې ملت د اتحاد او پیوستون له برکته سرکوزی تښتېدلی او زموږ نیکونو ته د خیر او ښېګڼې یو بل فرصت په لاس ورغلی. دغه راز یاد فرصت بیا هم د واکمنو د غفلت او څو غولېدلو پردیپالو د نه ایسارولو په وجه له لاسه وتلی او هېواد مو په کامله توګه د شورویانو له لاسه لوټه لوټه او تبا برباد شوی دی، خو د ملت د یووالي او بې سارې قربانۍ په نتیجه کې اخر پای شوروي ځواکونه هم مات ګوډ او پښېمانه تښتېدلي او موږ ته یو بل ډېر زرین فرصت په لاس راغلی چې له بده مرغه بیا هم د خپل منځي اختلافاتو پایله دا شوه چې ترشلو کلو پورې د مفسدو صلیبیانو تر ناوړه اشغال لاندې ګیر شولو او زموږ ترمنځ یې د اختلاف، بې دینۍ، بې شرمۍ او منافقت داسې تخمونه وکرل چې که هر څومره رېبل کیږي بیا هم راټو کیږي. اوس چې د افغان ولس د ناپایه سرښندنو او بې شمېره ستونزو او کړاوونو تر ګاللو وروسته د قادر خدای جل جلا له په یو ځانګړي فضل او مرحمت سره  د یهودو او صلیبیانو لاسونه زموږ له هېواده ختلي، د پردیپالو اجیرو ملیشو ملوک الطوایفي له منځه تللي، افغانان د ملي او مرکزي حاکمیت څښتنان شوي او پر ټول هېواد دیني او کلتوري ارزښتونو ته یو ژمن او مخلص نظام واکمن شوی دی، په کار ده چې نور نو هر افغان د غفلت له خوا به راویښ او له تېرو تاریخونو درس واخلي. نور باید دغه ترلاسه شوی زرین فرصت له ضایع کېدو وساتل شي. ځکه موږ ته الله تعالی دغه موقع د خورا درنو قربانیو او بې درېغه کړاوونو تر ګاللو وروسته په لاس راکړې چې بیا هم زموږ ایمانداري، اخلاص او عمل پکې ازمایل کیږي او هېڅ شک نشته چې که موږیې قدرونه پېژنو، پرخپلو هوسونو مصروف شو، غرور وکړو، د بیت المال په هکله شفافیت و نه لرو او د عوامو حقوق ضایع کړو، نو خامخا به د هماغه قادر ذات له یو بل سخت ازمیښت سره مخ کیږو او خدای دې نه کړي دا غوره او مهم فرصت به موله لاسه وتلی، خالق ته به شرمنده او خپلو شهیدانو ته به مختوري یو. که څه هم له دې مناسب فرصت نه د ګټې اخیستنې مسئولیت اصلاً د ټول ملت پرغاړه دی خو بیا هغه اشخاص چې اوس یې ددې وګړو واګې په لاس او د اسلامی نظام دعوا یې کړې، مسئولیت او ذمه واري یې څو برابره نوره هم زیاته ده. ځکه د نن واکمن جماعت د بې کفایتۍ په نتیجه کې نه یوازې موجود فرصت ضایع کېدی شي بلکې ښايي په ټول امت کې د دیندارې طبقې  ناکامۍ او ناوړتیا دلیل وګڼل شي. راځئ له هوسونو او ځانپالنې تېر او د خپل خالق او مالک په لور ورمخه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button