سیاست

ترکیې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار کړی

د ترکیي د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبري ناسته کې ویلي له دې پرته چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني له کابل سره به تعامل ته دوام ورکړي. مولود چاووش اوغلو دغه څرګندونې له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې کړي. بل پلو، د افغانستان سرپرست حکومت وایي، چې له نړۍ سره تعامل او ښې اړېکې غواړي. د د ا.ا ویاند وايي له نړۍ غواړي چې له سرپرست حکومت سره خپلې اړیکې د هېوادنیو مسایلو پربنسټ تنظیم کړي.اخوا، د سیاسي چارو ځیني شنونکي وایي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تعامل د هېواد په ګټه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button