اقتصاد

ترکیې ته تر زر مټریک ټنو زیاتې معدني ډبرې صادرې شوې

مسوولین وایي چې وړمه ورځ د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته یو زر او سل مټریک ټنه ګرانبیه ډبرې صادرې شوي دي. ویل کیږي چې په دغو ګرانبیه ډبرو کې تالک ډبره شامله وه چې د ترکیې مرسینګ ښار ته رسېدلې ده.

مسوولین وایي چې وړمه ورځ د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته یو زر او سل مټریک ټنه ګرانبیه ډبرې صادرې شوي دي. ویل کیږي چې په دغو ګرانبیه ډبرو کې تالک ډبره شامله وه چې د ترکیې مرسینګ ښار ته رسېدلې ده.

په دې تړاو په روزنک وسپنې پټلۍ سټيشن کې ځانګړي پرانيستونکي مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د هرات د وسپنې پټلۍ د رییس ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او ګڼو ځايي افغان او بهرنيو پانګه والو برخه اخیستې وه.

د هرات د وسپنې پټلۍ رییس مفتي محمد نسيم محمدي په دې اړه ویلي چې  په پيل کې به د روزنک وسپنې پټلۍ له‌ لارې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد کچه  په ورځني ډول يو اړخیزه وي او د سوداګريزو توکو حجم ته په کتلو سره به يې کچه په ورځني ډول دوه اړخیزه شي.

ویل کیږي چې تر فتحې وروسته دا لومړی ځل دی چې افغاني توکي د روزنک وسپنې پټلۍ له لارې بهر ته صادریږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button