سیاست

ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ ولاړه ده

د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ترکیې له نوي شارژدافیر جنک اونال او مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه.

د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د ترکیې له نوي شارژدافیر جنک اونال او مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه.

 خلیفه سراج الدین حقاني په دغه ناسته کې د ترکیې نوي شارژدافیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او ویې ویل چې د افغانستان او ترکیې اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري او دا دوه مسلمان ملتونه په سختو او ښو ورځو کې د یو بل په څنګ کې پاتې دي.

نوموړي همدارنګه د ټولې اسلامي نړۍ پر یووالي ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې شارژدافیر په یاده ناسته کې وویل: دواړه ملتونه داسې ګډ ارزښتونه لري چې د اړیکو د ټینګ بنسټ یې جوړېږي.

نوموړي د دې اړیکو پالل او پراخول خپله دنده او ماموریت وباله او زیاته یې کړه، چې ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه بولي.

 شارژدافیر د امنیت ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او په وینا یې په افغانستان کې روان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.

 نوموړي همدارنګه د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت پرېکنده چلند او مثمره مبارزه وستایله او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

هغه په بشري مرستو بار د اتم اورګاډي د راتلو خبره هم وکړه، چې په را رسېدو سره به یې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک بشري مرستې ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button