
روغتیا
ترکيې له افغانستان سره د ۲۱ ټنه درملو او بېلابېلو طبي وسايلو مرسته وکړه
د عامې روغتيا وزارت د ترکيې هيواد له لوري له دې وزارت سره د څه د پاسه ۲۰ ټنه درملو او بېلا بېلو طبي وسايلو د مرستې خبر ورکړ.
د عامې روغتيا وزارت د ترکيې هيواد له لوري له دې وزارت سره د څه د پاسه ۲۰ ټنه درملو او بېلا بېلو طبي وسايلو د مرستې خبر ورکړ.ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه ۲۱ تڼه مرسته کې درمل، د عمليات خونو استرېل ماشينونه، راډيوګرافۍ کسېټونه د اکسرې ماشينونو او د اکسېجن اړوند لومړني وسايل او نور بېلا بېل طبي توکي شامل دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ ياده مرسته د عامې روغتيا وزارت د نړيوالو اړيکو د رئيس مولوي محمد داوود منصوري او نورو مسئولينو په شتون کې دې وزارت ته وسپارل وشوه.
د عامې روغتيا وزارت د نړيوالو اړيکو رئيس، مولوي محمد داوود منصوري د ترکيې هيواد له يادې مرستې مننه او قدرداني وکړه او په روغتيايي برخو کې يې د دواړو هيوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.