
ترکيې ته د اسلامي امارت د لوړ رتبه پلاوي سفر او هيلې!
د تېرې اوونۍ په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی ترکيې ته په سفر ولاړ.
د تېرې اوونۍ په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی ترکيې ته په سفر ولاړ.
افغان پلاوي د ترکيې هيواد د بهرنيو چارو د وزير په ګډون له يو شمېر دولتي چارواکو سره رسمي ليدنې درلودې او پر يو لړ مهمو دوه اړخيزو موضوعاتويې خبرې وکړې.
دغې راز افغان پلاوي د ترکيې ستر ښار استانبول د دغه هيواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ (DEIK) له مشر ښاغلي نايل اولپک او يو شمېر سترو ترکي پانګه والو سره هم غونډه کړې او هغوی ته يې په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې او د لازمو اسانتياوو د برابرولو ژمنه يې ورسره کړې ده. د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې دغه نادولتي بورډ په ۱۹۸۵ ميلادي کې رامنځته شوی او په شاوخوا ۱۵۰ هيوادونو کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې بريالۍ تجربه لري.
په دغې غونډه کې د هغو لويو ترکي کمپنيو او شرکتونو رييسانو او استازو ګډون کړی و، چې د سيمې او نړۍ په کچه د زيربنايي پروژو، کانونو د استخراج او پروسس، د کرنې او زراعت صنعتي کولو، برېښنا، درملو تولید او نورو برخو کې د پانګونې او معياري کار اوږده مخينه لري.
د اقتصادي کارپوهانو په باور ترکيې ته د اسلامي امارت د لوړ رتبه اقتصادي پلاوي سفر به ډېرې ښې پايلې ولري او دا ځکه چې ترکيه د شلو سترو اقتصادي هيوادونو(g20) غړيتوب لري، اقتصادي وضعيت يې ښه دی، په سيمه ييزو موضوعاتو کې له ښکېلتیا سره علاقه لري او د ولسمشر اردغان د عدالت او پراختيا واکمن ګوند له اسلامي امارت سره دوستانه اړيکې لري.
په امنيتي وضعيت، د فساد او نشه يي توکو په وړاندې رښتينې مبارزې او یو شمېر نورو مهمو برخو کې د پام وړ برياليتوب څخه وروسته اوس اسلامي امارت د نړۍ او سيمې هيوادونو سره پراخو سياسي او اقتصادي اړيکو رغولو ته اړتيا لري، په دې برخه کې بايد لا ډېرې هڅې وشي او لومړيتوب بايد هغو هيوادونو ته ورکړل شي، چې له لوېديځ سره پر يو ډول رقابت سربېره په سیمه يیزو موضوعاتو کې ښکېلتيا سره علاقه هم لري او اقتصادي وضعيت يې هم ښه وي او اوس ترکيه همداسې يو هيواد دی.
دغه راز ترکيه له اسلامي امارت سره د رسميت پېژندنې او نړيوال تعامل په پياوړي کولو کې هم د پام وړ مرسته کولی شي.