ټولنه او کلتور

ترکيه په هرات کې موزيم جوړوي

د ترکيې سفير جنک اونال وايي: په هرات کې د ترکيې او افغانستان د دوستۍ سمبول نندارې ته وړاندې کولو په هدف ځانګړی موزيم جوړوي.

د ترکيې سفير جنک اونال وايي: په هرات کې د ترکيې او افغانستان د دوستۍ سمبول نندارې ته وړاندې کولو په هدف ځانګړی موزيم جوړوي.نوموړي دغه څرګندونې په هرات کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس مولوي احمدالله متقي سره د کتنې پر مهال کړې دي، زياته کړې يې ده، چې افغانستان له ترکيې سره ګډې تاريخي، ديني او کلتوري اړيکې لري او د دغو اړيکو د لا پياوړتيا په هدف انقره پلان لري په هرات ولايت کې د ځانګړي موزيم د جوړولو ترڅنګ خپلې نورې کلتوري او رغنيزې پروژې پرمخ بوزي.د يادونې وړ ده، چې ترکيه په هرات ولايت کې بېلابېلې پروژې لکه د هرات جامع جومات ته د اودس خونو جوړول، د مولانا سمپوزيم، د دارالفنون نندارتون، د بهزاد ګالري او د علي شير نوايي د کتابتون جوړول تر کار لاندې لري.اونال دغه راز ويلي، چې ټاکل شوې په ۲۰۲۴ کال کې د هرات ولايت د زېر زميني جومات، د شهزاده تخت، د هنر د ودې لپاره د لاسي صنايعو کارخونه، د نستعليق کتابونو د چاپ او د کتابتون د بيارغولو پروژې پلې کړي.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي احمدالله متقي په دغه ولايت کې د تيکا ترکي دفتر له فعاليتونو په تېره بيا د تاريخي آبداتو د بيارغونې په برخه کې مننه کړې؛ زياته کړې يې ده، چې دغه ولايت څه باندې ٨٥٠ تاريخي آبدې لري، چې ځينې يې له زرګونو کلونو څخه زياته لرغونتيا لري.متقي د هرات په وروستۍ زلزله کې د ځينو تاريخي آبداتو ويجاړېدو ته هم اشاره کړې او له ترکيې څخه يې د دغو آبدو د بيارغولو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.       باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button