اقتصاد

ترکيه له کابل ښاروالۍ سره د سوداګريزو بلاکونو په جوړولو کې مرسته کوي

کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد په کابل کې د ترکيې سفارت د سوداګرۍ برخې له سلاکار ايمري انال سره په کابل ښار کې د پانګونې د پروژو په اړه وکتل.په دې کتنه کې کابل ښاروال وويل: د کابل او ترکيې د ښارونو ترمنځ بايد معنوي اړيکې پياوړې شي او د ښارونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا او له شته فرصتونو څخه په سمه توګه د استفادې لپاره بايد په علمي او تخنيکي برخه کې دوه اړخيزې مرستې ترسره شي.کابل ښاروالۍ په پام کې لري ،چې په کابل کې د کورنيو او بهرنيو خصوصي سکټورونو په ځانګړې توګه ترکي پانګوالو ته د خوندي پانګونې زمينه برابره کړي.همدا راز د ترکيې سفارت د سوداګرۍ برخې سلاکار خپله علاقمندي وښوده او ژمنه يې وکړه، چې د کابل ښار د معياري ودې او پراختيا په ځانګړي ډول د سوداګريزو بلاکونو د جوړولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.نوموړي له کابل ښاروال څخه غوښتنه وکړه، چې د حضوري چمن ته څېرمه د بلاک جوړولو د پروژې قانوني ستونزې او برخليک، چې په تېرو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ترکيې هيواد له يوه خصوصي سکتور سره يې هوکړه شوې وه او د ځينو لاملونو له امله يې د جوړولو چارې درېدلې دي معلوم کړي ، ترڅو يې د جوړولو چارې بيا  پيل شي.په پای کې کابل ښاروال ژمنه وکړه ،چې  حضوري چمن ته څېرمه د بلاک جوړولو پروژې موضوع به د کابل ښاروالۍ له لوري وڅېړل شي او کابل ښاروالۍ به د پانګونې د ودې او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه لازمې آسانتياوې برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button