سیاست او دولت

ترکيه: د افغان حکومت مخالفينو ته خپله خاوره کې د فعاليت اجازه نه ورکوو

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال سره ليدنه کړې.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال سره ليدنه کړې.د ترکيې سفير د افغانستان او ترکيې د اړيکو په پراختيا ټينګاري او ويلي يي دي؛ ترکي سوداګر چمتو دي، چې د کانونو، برېښنا او کرنې پر برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.نوموړي زياته کړې: ترکيه له افغانستان سره د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او د افغانستان د پرمختګ ملاتړ کوي. د ترکيې سفير ويلي؛ هيواد يې هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي امارت خلاف په ترکيه کې سياسي او پوځي تحرکات وکړي.د رياست الوزراء سياسي مرستيال له افغانستان سره د ترکيې له مرستو او همکاريو څخه مننه کړې او ويلي يي دي؛ د اسلامي امارت له حاکميت وروسته په افغانستان کې ترکي پانګه والو ته د پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده. مولوي عبدالکبير زياته کړې؛ اسلامي امارت له ټولو هيوادونو سره ښې اړيکي غواړي او هڅه کوي په سيمه کې اقتصادي او ترانزيټي اړيکي پراخې کړي. نوموړي د ترکيې له دې دريځ څخه، چې چاته د اسلامي امارت خلاف د پوځي او سياسي تحرکاتو اجازه نه ورکوي مننه کړې او ويلي يي دي، اوس په هيواد کې ټولو افغانانو ته د ګډ او ارامه ژوند زمينه برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button