
ترکيه د افغانستان د کانکور سيستم نوی کوي
په کابل کې د ترکيې سفير ويلي، هيواد يې له افغانستان سره ښې اړيکې لري او له همدې لارې غواړي، چې په دې هيواد کې د ظرفيتونو پر لوړولو کار وکړي.
په کابل کې د ترکيې سفير ويلي، هيواد يې له افغانستان سره ښې اړيکې لري او له همدې لارې غواړي، چې په دې هيواد کې د ظرفيتونو پر لوړولو کار وکړي. نوموړي ويلي، چې ترکيه غواړي له افغانستان سره په هره برخه کې اړيکې پراخې کړي، چې د پوهنې مسئله يې لومړيتوب دی. دی وايي، غواړي له افغانستان سره خپلې څو کلنې تجربې شريکې کړي او د ظرفيت لوړولو ته ډېر ارزښت ورکړي. دغه راز د ترکيې دملي ازموينو ادارې مرستيال هم ويلي، چې دوی د ازموينې په برخه کې څو کلنه تجربه لري، دقت او سمون يې په اصولو کې له ټولو اړين اصل دي. هر کال له پنځه زره څخه زياتې پوښتنې له تکرار پرته چمتو کوي او غواړي دا تجربه له افغانستان سره شريکه کړي. په ورته مهال، د افغانستان د ازموينو ملي ادارې مشر ويلي، دوي د پوهنې په برخه کې له ترکيې څخه د نورو ډېرو مرستو او همکاريو غوښتونکي دي او غواړي، چې د ترکيې له تجربو ګټه واخلي.