مقالې او تبصرې

ترکومه به د نړيوالو تر سترګو لاندې د بېګناه فلسطيني ماشومانو او بوډاګانو نسل وژنه روانه وي؟

هرڅه حد لري اواندازه ، د هېوادونو ترمنځ جګړې هم ، ځکه د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په جګړو کې د استوګنې کورونه ، روغتونونه ، ښوونځي ، وړکتونونه ، جوماتونه اونور غيرنظامي بنسټونه له تعرض نه په امان اوخوندي وي ،خو اسرائيل د فلسطينيانو پرضد هغه وحشي صفته او دبشريت او دانسانيت ضد دښمنان را څرګند شول

هرڅه حد لري اواندازه ، د هېوادونو ترمنځ جګړې هم ، ځکه د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په جګړو کې د استوګنې کورونه ، روغتونونه ، ښوونځي ، وړکتونونه ، جوماتونه اونور غيرنظامي بنسټونه له تعرض نه په امان اوخوندي وي ،خو اسرائيل د فلسطينيانو پرضد هغه وحشي صفته او دبشريت او دانسانيت ضد دښمنان را څرګند شول چې نه يوازې پورتني بنسټونه يې د بمونو او توغنديو په ذريعه په نښه کړل ،بلکې په دغو بنسټونوکې يې د بېګناه فلسطيني ماشومانو ، ښځو او بوډاګانو د قتل عام اونسل وژنې بازار داسې تود وساته چې نړيوال او دملګرو ملتونو تش په نامه بې صلاحيته سازمان په رڼو سترګو ورته ګوري خو په مخنيوي کې يې اجرائيوي صلاحيت نه لري، نو دا به کوم سازمان بولو ؟ چې نوم يې شته او صلاحيت يې صفرته تقرب کړی ، دا خو په ځاي پرېږده چې بېرحمه اسرا ئيلي جنګي جنايتکاران هره ورځ د بيګناه فلسطينيانو پر وينوخپلې چټلې منګولې سرې کوي او بيا يې په وينو رنګ خپړې نړيوالو ته نيولې وي او وايي :موږ له فلسطينيانو(حماس) سره د دوي تر نابودۍ پورې جنګېږو، عجيبه او د حيرانتيا خبره خو داده چې د اسلامي نړۍ امت بيا هم د اسرائيلو  پر مظالموخپل غوږونه داسې کاڼه اچولي ،معلومېږي چې دوي هم د خپلوفلسطيني وروڼو پرځاي د يهودو په ننګه ولاړ وي او يا به ښايي دکفري نړۍ د خپه کولوتوان اوجرئت نه لري چې د خپلو معنوي ارزښتناکو مکانونو [بيت المقدس ، اقصي جومات اود انبياوو، د ټاټوبي فلسطين ] په ننګه داشغالګرواسرائيلوپه وړاندې تش داعتراض غږهم نشي پورته کولاي .

غاصب اسرا ئيل خود اوسنۍ اسرائيلي جغرافيا بومي اوسېدونکي نه ، بلکې له نن څخه يوازې  ۷۵ کاله دمخه دغه (ليوني موشنګک) ته ورته مخلوق د مځکې پرمخ ځاي نه درلود او د نړۍ په هرګوټ کې په ګاونډيتوب اود ذلت د خوار و زار ژوند په تېرولوسره سرکوزي اوسرځوړي اوسېدل ، آن تردې چې زموږ د هېواد دهرات په ولايت کې هم په لويه کتله دغه منفوراو شيطان وزمه وګړي اوسېدل اوافغانانو د اسلامي ارشاداتوپه حکم په خپله خوا پورې په ګاونډيتوب منلي اوکوم زيان يې نه ور رساوه ، داچې  ولې دا طايفه له يوه مشخص آدرس څخه بې برخې وه ، لوي علت دا و چې يهودان په نړۍ کې د خپل موجوديت له پيله هغه ځان غوښتونکي ، کبرجن اومدمغ  قوم ثابت شوي و،چې له ځان پرته نورو قومونوته به يې په ډېره سپکه سترګه کتل ، همدا وجه وه چې د خپلې بدغونۍ له وجې د خپل موجوديت په تاريخ کې درې ځلې قتل عام آن تردې چې د المان صدراعظم [هتلر] د قتل عام پرمهال دوي د خښتوپه بټيوکې دسون د توکوپه څېر ژوندي وسوځول څومات اومعدوم يې کړل.

يهودان په فطرت کې دومره منفورمخلوق دي چې آن رومن کاتوليک عيسويان هم ورسره نا جوړه دي اوسخته کرکه اونفرت ترې کوي. دا هم ددې په خاطرچې له بشريت سره په هېڅ وجه تهذيبي سلوک نه لري

متل دي ، وايي :«چې زده يې کړې د مورپه پيو، هيربه يې نه کړې په پېړيو» د فطرت له مخې اسرائيل هماغه پخواني يهودان دي چې له خپل قوم او ارزښتونوپرته نورقومونه او ارزښتونه يې نه منل اوپه مقابل کې يې همداسې قصي القلب و ،لکه نن چې په ډېره بې رحمۍ ، حسادت ، شقاوت اوقساوت د فلسطينيانو په وړاندې بيا را څرګند شوي ، ددوي نن او پرون ټول په همدې مېزان ارزول کېداي شي، ځکه که پرون دوي د خپل فطري خصلت له وجې قتل عام کېدل اود نړۍ په نوروهېوادونوکې خواراوذليل تيت و پرک اوسېدل ، نن دوي هم غواړي چې فلسطينيان د خپل ځان په شان پخپله اجدادي خاوره کې بې کوره اوذليل کړي ، د مخه هم دغه ټکي ته اشاره وشوه چې د اسرائيلو اوسنۍ جغرافيا د اسرائيلونه ، بلکې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته کله چې دکفري نړۍ يوشمېرهېوادونوپه نوروهېوادونوڅه برياوې ترلاسه کړې ،نو داسرائيلوسترګې هم وغړېدې ،ځکه په ترکيه کې هغه عثماني امپراتوري چې اسرائيلو يې په موجوديت کې دخپل ځان لپاره په عربي نړۍ کې آدرس نشواي موندلاي ، ړنګه شوه  او په دې توګه انګريزانواوآمريکايانو د نړۍ له هرې برخې يهودان را ټول اود فلسطيني مسلمانانودنافهمۍ اوخوشباورۍ له مخې يې د فلسطين په خاوره کې ددوي د اسکان لپاره يوڅه مځکه واخيسته ،. فلسطينيانوته وويل شول چې له يهودانوسره ګډه حکومتي موسسه جوړه کړي ، دلته کفري نړۍ د مسلمانانو لپاره بله اجندا هم درلوده. هغه داوه چې دوي د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېدل چې د اسلامي نړۍ په زړه کې يوداسې بدغوني يهودي هېواد را منځ ته کړي چې دپردې ترشا ددوي په ملاتړد عربي نړۍ د سرپه کاسه کې داسې اوبه ورکړي  ، له څه مودې وروسته د فلسطين په خاوره کې چې ديهودانوپښې څه ټېنګې شوې ،نوپرته له دې چې انساني حقوقواود فلسطينيانوښېګڼوته ژمن پاتې شي په خپل اجدادي فطرت داسې ليوان ترې جوړشول چې د فلسطينيانوپه ځورولواوله خپلې خاورې په ايستلو يې پيل وکړ .

نيمه افسانوي موضوع بله هم شته هغه داچې يهوداند خپل يوه پخواني پيکه روايت له مخې په دې معتقد دي چې د اوسني فلسطين مځکه زرګونه کاله دمخه ددوي د يهودي نيکونو په واک کې وه چې د اسلام له را منځ ته کېدو وروسته مسلمانانو په زورترې قبضه کړې ،خو دا روايت هېڅ کره اسناد نه لري .

موږ په دې باور يوچې دداسې ورځې راتګ حتمي دي چې اسرائيل د نړيوال عامه نفرت په اوج کې نه يوازې د مسلمانانو،بلکې د نړۍ د ټولوسوله خوښوونکو هېوادونود قهراوغضب په توپان کې را ګېر او د پخوا په څېربه د نړۍ له جغرافيا څخه د وروستي ځل لپاره تري تم کېږي ،ځکه د ظالم څراغ ترسبا پورې نه بلېږي .

حيا ت الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button