
ترهګري او تروریسم له یو بل نه توپیر لري
ترهګري اوتروریسم دوې یوبل ته ورته اود تلفظ په لحاظ نږدې واژې دي خود مفهوم له وجې زیات توپیرلري ، ترهګري د عربي ژبې د ترهبون له کلمې چې مانا یې ، ویېرول اوډارول دي ، مشتق شوې ، تروراوترویست بیا فرانسوي لفظ دی اود هغه چا لپاره استعمالېږي چې د تشدد د اصولو پلوی وي داسې سیاسي او مرموزقتلونه کوي چې د خلکو ترمنځ ډاراو ویره خوروی ، نوځکه د ترهګرۍ او تروریسم لپاره په نړیوالومعیارونوبرابرداسې مشخص تعاریف چې ددې واژو له بشپړعلمې مفهوم څخه استنباط اوتسمیه شوی وي ، نه دی موندل شوی همدا وجه ده چې ځېنې وختونه دا دواړو واژې په مطبوعاتواو رسنیوکې یود بل په ځای ګډې وډې استعالېږي .
ترلنډ پرون پورې زموږ دهېواد په مطبوعاتو او رسنیو کې دا واژې د هغو مجاهدینو لپاره استعمالېدې چې خپل سرونه یې داسلام اوخپل ملک د آزادۍ او ارزښتونولپاره نذرانه کړي وو ،
که وویل شي چې ترهګراوترویستان هغه څوک دي چې په پردیوملکونوکې د یرغل په صورت کې برناحق اوپه ظلم اوناروا دبې ګناه بومي اوسېدونکووینې تویوي یا یې ځوروي، نودا به پر ځای او مناسب تعریف وي، ځکه افغانان خود چا د وینوپه تویولو پسې پردیوملکونوته داسې نه دي تللي لکه دوی چې راغلي ، دوی خود خپل ملک د آزادۍ او ارزښتونو لپاره جنګېږي ،نود کوم منطق له مخې تروریستان اوترهګروبلل شي؟ همدا وجه ده چې ترهګرۍ اوتروریسم په عامه نړیوال ذهنیت کې خپل اصلي اومعقول مفهوم اوتعریف له لاسه ورکړی اوپه غیرحقیقي اوعوضي بڼه هغه چاته ترهګرویل کېږي چې په خپلو ملکونوکې د تیري کوونکواشغالګرود ناروا ګټوپه مقابل کې ودرېږي اووجنګېږي ، یا په بل عبارت نن سبا ، هغه چاته ترهگراوترویست ویل کیږې چې دزورورود نظامي ، سیاسي ، اقتصادي ، استعماري ، فرهنګي او شیطاني تسلط په وړاندې په وروسته پاتې هېوادونوکې خنډ واقع کېږي ، دترهګرۍ او تروریسم په تعریفاتوکې دبیګناه کسانودوژنوترڅنګ غلاوې ، چورچپاول، له نړیوالوقوانینوښکاره سرغړونه او مافیایی حرکات دا ټول شامل دي ځکه هرهغه نارواعمل ته ترهګري ویل کېږي چې دیوه ملک اکثریت پرې ناراض وي .
له ټولوعجیب داچې روسانواوامریکایانودواړوپه افغانستان کې د آزادۍ دداعیې مخکښانواومجاهدینوته چې د خپل هېواد له ملي اومعنوي نوامیسوڅخه یې د الله ج د کلام په حکم دفاع کوله ، ترهګرویل ، خوله دوی هېچا هم ونه پوښتل چې تاسې د کومې فتوا له مخې مجاهدین اوطالبان ترهګربولئ اوپه خپله تاسې د څه لپاره افغانستان ته راغلي یئ ، چا را بللي یئ او دڅه لپاره ؟
آیا دا به مناسب وي چې دتیري کوونکواوپردیواشغالګروپه مقابل کې میهني مدافعینوته ترهګریا تروریستان وویل شي ؟ خیرتاریخ به له پنځوسوکالو وروسته د هرچا پر کړنو سالم اوعادلانه قضاوت وکړي .
موږ په رڼوسترګو ولیدل چې روسان اوامریکایان دواړه دملګروملتونوله منشوراواجازې پرته په خپل سرافغانستان ته راغلي وو افغانان خوپه دوی پسې ، د دوی هېوادونو، ته نه وو، ورغلي نومنطقا بیا څوک ترهګراو تروریستان شول؟
افغانان که تیري کوونکي ؟
که امریکایان او روسان افغانان ددوی د غیرت له وجې ترهګربولې، نود افغانانود اوږدو تاریخونو سرښندنو اومېړانو ته به نظر وکړو چې هېڅ قدرت امرپرې نه دی چلولی یوازې له نن څخه 160 کاله وړاندې په معاصره نړۍ کې افغانانود تیرې کونکوانګریزانوپه مقابل کې چې سرونه ټیټ نه کړل دا نوم هغه وخت چېرې و، چې افغان غازیانو ته استعمال شوی وای ؟ دا به سخته عوضي خبره وې چې افغان غازیان اومجاهدین ترهګروبلل شي، ځکه تاریخ په دې گواه دې چې افغانې مورپه خپله غېږه کې داسې مېړني بچیان روزلي چې هیېچا ته یې سرونه نه دې تیټ کړي .
هرانسان که کافر دی یا مسلمان الله پاک د مځکې پرمخ آزاد اوحرپیدا کړی او الله پاک له خپل وطن او معنوي نوامیسو څخه ددفاع اوساتنې امرورته کړی ځکه اشغال او ناروا تیری ترهېڅ نامه لاندې مثبته اوروا صبغه نلري او د هرتیري کوونکي اواشغالګر په وړاندې وسله وال قیام او مبارزه د الهي ارشاداتو په حکم ده ، نه د ترهګراوترهګرۍ په حکم ، په معاصره نړۍ کې هرهغه څوک چې بې پاسپورته له خپلو وسلو سره د بل په خاوره کې ګام ږدي اشغالګراوترهګردی او بل هېڅ نوم یې له شان سره نه ښایې او برعکس هغوی چې له خپل وطن، ملي او معنوي نوامیسو څخه دفاع کوي برحق مجاهدین او غازیان دي .
افغانان هېڅکله د چا پر حقوقي حریم تجاوزنکوي ځکه مسلمانان دي د بیگناه انسانانو، داسې وژلوته زړه نه ښه کوي لکه روسانواوامریکایانوچې په شپنیو چاپوکې ورته ښه کړی و، په پردي حریم تجاوز اوبیا غیرحق وژنې په هیڅ دین ٬ مذهب اود بشردحقوقوپه هېڅ قانون کې روا توجیح نشي موندلای ٬ د بیگناه انسانانووژنه هم د خدای ج اوهم یې د مخلوق په نزد ستره ګناه اونه بښونکې جرم دی اوله بل پلوه په غیرمسلمانو ټولنوکې هم د بشرې حقوقو ؟! د کنوانسیون له مخې د بیگناه انسانانو وژل ستراونه بښونکې جرم دې اومرتکبین یې جنایت کاران دي، ځکه هر انسان یوه ځانګړې نړۍ ده اوپه وژلو یوه تړلۍ نړۍ نړیږې .
نونتیجیتا دخپلوخبروپه وروستی برخه کې د ترهګرۍ او تروریسم د تعریف په اړه وایو :
هرهغه څوک چې لاسونه یې د بې گناه انسانانو پروینورنگ وې، که هرڅوک وي او هرچیرې وې ، لوی ترهگردی .
حیا ت الله حلیم