ټولنه او کلتور

تراوسه  10 میلیونه سیمکارتونه قانوني ثبت شوي

‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د لسو میلیونو سیمکارتونو د قانوني ثبت او راجستر خبر ورکړی دی.د ښاغلي الکوزي په خبره، کابل ښار کې دا پروسه ۶۰ سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰ سلنه سیمکارتونه به هم په نږدې وخت کې ثبت شي.

15 / 100

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همدارنګه هر مخابراتي شرکت ته د ۲۵۰ زرو سیمکارتونو د ثبت لارښوونه شوې او د همدې پروسې له بشپړولو سره به اټرا ادارې څخه به نوي سیمکارتونه ترلاسه شي.

‏اوسمهال افغانستان کې کابو ۲۳ میلیونه سیمکارتونه فعاله دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همدارنګه مخابراتي شرکتونو ته ویلي چې د خپل ظرفیت لوړونې لپاره دې ګرځنده ټیمونه وګوماري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button