ګزارش

ترانسپورټ وزارت: بدخشان کې لوېدلې روسۍ شخصي جېټ الوتکه ده

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي چې په بدخشان کې رالوېدلې الوتکه روسۍ شخصي جېټ الوتکه ده چې له هند څخه د تاشکند په لور روانه وه.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي چې په بدخشان کې رالوېدلې الوتکه روسۍ شخصي جېټ الوتکه ده چې له هند څخه د تاشکند په لور روانه وه. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، په یاده الوتکه کې ټول شپږ تنه وو چې د تخنیکي ستونزو له امله ښایي د بدخشان ولایت د کران و منجان او زیباک ولسوالیو اړوند سیمه کې ورکه او راولوېدلې وي. وزارت ویلي چې د یادې الوتکې لوری د افغانستان پر فضا نه و پلان شوی او په خبره یې چې ښایي له مسیر وتلې وي. یاد وزارت په دې اړه د خپلو څېړنو د پیل خبر هم ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button