سرلیکنې

ترافيکي پېښې څرنګه را کمولی شو؟!

پر تعليمي، اقتصادي او روغتيايي ستونزو سربېره افغان ملت له ترافيکي پېښو هم ډېر رنځېږي او په تېرو شلو کلونو کې چې دلته اشغالګر د بيا رغونې او پرمختګ تر شعار لاندې مېشت وو، د افغان ملت اساسي ستونزو ته هېڅ راز پاملرنه، نه ده شوې.د افغانستان د ترافيکو د عمومي رياست له لوري رسنيو سره شريک شوي معلومات ښيي، چې يوازې د تېرې يوې مياشتې په موده کې د ټول هيواد په کچه ۳۳۸ پېښې ثبت شوي او له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر تعليمي، اقتصادي او روغتيايي ستونزو سربېره افغان ملت له ترافيکي پېښو هم ډېر رنځېږي او په تېرو شلو کلونو کې چې دلته اشغالګر د بيا رغونې او پرمختګ تر شعار لاندې مېشت وو، د افغان ملت اساسي ستونزو ته هېڅ راز پاملرنه، نه ده شوې.د افغانستان د ترافيکو د عمومي رياست له لوري رسنيو سره شريک شوي معلومات ښيي، چې يوازې د تېرې يوې مياشتې په موده کې د ټول هيواد په کچه ۳۳۸ پېښې ثبت شوي او له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د افغانستان د ترافيکو رياست د معلوماتو له مخې د ترافيکي پېښو د زياتوالي اساسي لاملونه د سړکونو خراب حالت، د موټر چلوونکو له خوا د ترافيکي نښو نه مراعاتول، تېز تګ او د نشه یي توکو کارول دي. د‌دې لپاره چې د ترافيکي پېښو ګراف راټیټ کړای شي، دولت او ملت بايد په ګډه ددغې ستونزې په وړاندې جدي اقدامات وکړي. دولت مسئوليت لري، چې په خپل ټول توان د لويو لارو او سړکونو د جوړولو لپاره هڅې وکړي، ترافيکي قوانين او مقررات له نړيوالو پرمختللو معيارونو سره سم برابر کړي، د موټر چلوونکو له لوري د زيات سرعت د مخنيوي لپاره له نويو سټنډرډو آلاتو استفاده وکړي او دغه راز د موټر چلوونکو له خوا د نشه يي توکو پر کارولو لا ډېر بنديز ولګوي.ملت هم مسئوليت لري چې د لويو لارو او نورو ټولګټو پروژو په حفظ او مراقبت کې له دولت سره څنګ په څنګ ودرېږي او خپل ملي او اخلاقي مسئوليت سرته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button