
تخار کې د څښاک اوبو ۴ شبکې ګټــې اخيستنې ته وسپارل شوې
د تخار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د څلور شبکو چارو د پیل او د یوې شبکې چارو د بشپړېدو خبر ورکوي.
د تخار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د څلور شبکو چارو د پیل او د یوې شبکې چارو د بشپړېدو خبر ورکوي.
د دغه ولايت د کليو، بيا رغونې او پراختيا رياست د پروګرامونو آمر انجنير موحد الله حميد باختر آژانس ته وويل چې د اوبو رسولو دغه پروژې د يونيسف په مالي ملاتړ د ورسج ولسوالۍ په مرکز خانقا ښار کې د څه باندې شل ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو پروژې په پلې کېدو سره، ٧٠٠ کورنۍ او د ښوونځيو نږدې ٢٠٠ زده کوونکي د څښاک له اوبو برخمن شول. موحد الله زیاته کړه، چې ورته مهال د دغه ولايت د مزکز تالقان ښار د ملا مسجدي او صافي په شوراګانو سربېره، د ورسج په يوچخش کلي او د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په کهنه شاه کلي کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د څلورو شبکو چارې پيل شوې.د هغه په وينا، د اوبو رسولو د دغو څلورو شبکو په جوړېدو سره به د سيمې لسګونو خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو ترڅنګ، نږدې ۲ زره کورنۍ او د ښوونځيو سلګونه زده کوونکي د څښاک اوبو ته لاسرسى پيدا کړي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ په یو شمېر ولسوالیو او مرکز کې د اوبو رسولو د شبکې پروژې پلې شوې وې، چې په پایله کې یې زرګونه کورنۍ چې پخوا یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود له پاکو اوبو څخه برخمنې شوې دي.