اقتصاد

بې کیفیته تېل مرګونې پایلې لري

دا یوڅرګند حقیقت دی چې بې کیفیته تېل د سون پرمهال په لوړه کچه د کاربن دای اکساید زهرجن غازات تولیدېږي چې دغه غازات له اوکسیجن سره یوځای اوپه تنفسي هوا کې یوځای ششونوته داخلېږي اوکاربن ډای اکساید هغه مضرعنصردی چې په د تنفسي سیستم کې د بشریت لوی دښمن ثابت شوی، نوانصاف دادئ چې دبې کیفیته تېلو مکرر، راوړونکي ټانکرونه دې له [چون چرا] پرته د خپلې محمولې سره په بندرونوکې وسوځل شي اوښایی هېڅوک هم نیوکه ونلري اوپه دې عمل لا خوشحاله هم شي، ځکه دبې کیفیته تېلود سون له لارې خوروونکی کاربن دای اکساید له شک پرته د تدریجي مرګ سب کېږي، هغه ټانکرچې یوځل یې بې کیفته تېل هېواد ته وارد کړي وي اود نورم سندرد،  د ادارې لخوا تشخیص اوبېرته اېران ته مسترد شوي وي د بیا ځلي را وړلوپه صورت کې دتانکرد نورودعبرت لپاره له خپلې محمولې سره په یوه داسې میدان کې وسوځل شي چې دودونه اولوخړې یې افغانستان اواېران دواړه وګوري، نوهله به دا تقلبي پروسه پای ته رسېږي.
عجبه خبره ده، یوه ورځ نه، بلکې هره ورځ دافغانستان رسنۍ هېواد ته د بې کیفیته تېلود تشخیص او اېران ته دبېرته استرداد خبرونه خپروي، داملامته په چا کې ده؟  په افغان سوداګروکې چې د جمهوریت د وخت په تقلید د تقلب دا لړۍ جاري ساتي اوکه اېران افغانستان د خپلوبې کیفیته تېلود مصرف لپاره مناسب مارکیت بللی؟
که څه هم داسلامي امارت د نورم ستندرد د ادارې لخوا ډاډ ورکړل شوی چې هېڅکله به ددوی له لارې بې تېل افغانستان ته تېرنشي خواېران هم باید الله پاک په سرحاضراوناظروګڼي اوافغانستان ته دخپلوتقلبي تېلود له صادراتومخنیوی وکړي، ددې لپاره چې دا لړۍ نوره پای ته ورسېږي لکه د مخه چې اشاره وشوه له اېران، څخه د بې کیفیة تېلومکرر، را وړونکي  ټانکرونه د که  یو، وي، یا دوه، یا شل، دېرش، له خپلې محمولې سره په عام محضرکې وسوځل شي، اطمینان دی چې داسلامي امارت په دغه اقدام به خلک حتمي خوشحالېږي، داهم څرګنده ده چې د تېرجمهوریت پرمهال دغه تقلبي اوبې کیفیته تېل د ورځې په زرګونه ټنه هېواد ته را تلل اودهرډول وسایطوپه انجینونوکې سوځېدل اوپریمانه کاربن ډای اکساید به یې ارمغان و نه یوازې کاربن بلکې له دوو کالو وروسته به یې د واسطې ماشین هم په غورازه اړولی و.
قوي پوښتنه داده، چې ولې د تېرجمهوریت پرمهال یوه ورځ هم د رسنیو له لارې چا وانه ورېدل چې په فلاني بندرکې د نورم ستندرد د ادارې لخوا واردېدونکي بې کیفیته تېل تشخیص شوي اوبېرته اېران ته ورمسترد شوي دي، دا نوڅه وجه کېدای شي؟
له ویرې پرته ځواب وایو، چې بلې، هغه وخت هم د نورم ستندرد، ادارې په بندرونوکې موجوده وې خود ډالروتطمیع ددې سبب شوې وه چې دغه بې کیفیة تېل له معاینې پرته افغانستان ته وارد شي هغه تېل چې اوس یې مخه نیول شوې ده، که موږ یوازې دیوې میاشتې په اږدوکې د هغه بې کیفیته تېلودټانکرونو ارقام چې بېرته د اېران په لورمسترد شوي، په پام کې ونیسو، ښایي دارقم سلګونوتانکرونوته ورسېږي، نوځکه بیا هم په دې خبره را تکیه کېږوچې دبې کیفیته تېلود ټانکروله چلوونکوسره له دې وروسته باید پرېکنده عمل وشي؟
که چېرې چلوونکي په دې حقیقت پوهېږي چې بې کیفیته تېل یې دخپل هېواد په لور، رابارکړي نودوی ته باید سزا ورکړل شي اوکه نه پوهېږي نوځانونه باید پوه کړي، که تقلب کاران اېراني عاملین وي، نواېرانیانو ولې د خپلوتقلبي تېلود مصرف لپاره افغانستان مناسب مارکیت ګڼلی اوبللی؟  که دا ټولې خبرې ناسمې وي نواېران بیا ولې له ځا نه ددفاع توان نلري چې ووایي: تېل یې تقلبي نه دي، داچې هره ورځ ددوی د تقلبي تېلوخبرونه افغانان او نړۍ اوري، دابه ددوی د مارکیتینګ لپاره زیان را وړنکی امرنه وي؟  خود اېران له پټې خولې معلومېږي چې یوڅه خبره حتمي شته، ځکه په افغاني بندرونوکې د بې کیفیته تېلود تثبیت او استرداد خبرونه، نه یوازې افغاني رسنۍ بلکې نړیوالې رسنۍ هم خپروي نو اېران ته ښایي چې نه یوازې افغانستان، بلکې د نړۍ نورو هېوادونوته هم په نړیوال ستندردونو برابرخپلوصادراتو پاملرنه ولري.
لنده داچې افغان ولس دتقلبي تېلود ستونزې په اړه کلکې اندېښنې لري اوله اېران څخه په دې خفه کېږي چې ولې یې افغانستان د خپلوتقلبي تېلومناسب مارکیټ ګڼلی او ولې دا مني چې هره ورځ یې د تقلب خبرونه له رسنیو خپاره نشي.
افغانستان ته له اېران څخه د اسلام کلا، ابونصرفراهي او فراه د بندرونو له لارې د تېلو واردات صورت نیسي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button