سرلیکنې

بې ضرورته او تخريبي غونډې د څه لپاره؟

ځينې مغرضې کړۍ اوس هم په افغانستان کې په یوه او بل نامه بې ثباتي غواړي او بې ضرورته غونډې جوړوي. که خدای مه کړه د دوی هڅې بريالۍ شي، دا ځل به نړۍ او د سیمې هېوادونه هم له بې ثباتۍ سره مخ شي.

ځينې مغرضې کړۍ اوس هم په افغانستان کې په یوه او بل نامه بې ثباتي غواړي او بې ضرورته غونډې جوړوي. که خدای مه کړه د دوی هڅې بريالۍ شي، دا ځل به نړۍ او د سیمې هېوادونه هم له بې ثباتۍ سره مخ شي. دغه ډول مغرضې کړۍ نه غواړي، چې افغانان دې د امنیت له دې ستر نعمت څخه برخمن وي او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ دې سوله ییز ژوند ولري، غربیان او اسلام دښمنې کړۍ تل غواړي ،چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په اړه ناسمې اوازې خپرې کړې او په همدې موخه لګيا دي په یوه او بل نامه د غونډو په جوړولو او بېځايه منډو-ترړو سره کله د ښځو پر زده کړو پلمې جوړوي ، کله هم د ټول ګډونه حکومت خبرې را پورته کوي او کله د پخوانیو په فساد کې ښکیلو کسانو لپاره ونډه غواړي، کله هم د بشري حقونو د رعایت په نامه د افغانانو پر معنوي ارزښتونو تیری او نیوکې کوي او کله بیا د یوناما په موجودیت کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو ببولالې غږوي. دا ټول هغه څه دي چې دوی نه غواړي په افغانستان کې اوسنی ډاډمن امنیت تل پاتې وي؛ خو د دوی پورتنۍ هلې ځلې په هېڅ وجه افغانانو ته د منلو او زغملو نه دي، ځکه دا ناخبره کړۍ له دې حقیقته بې خبره دي، چې افغانان کلک مسلمانان دي او اسلام داسې آسماني قانون دی چې د بشریت د ژوندانه ټولو ابعادو ته یې قوانین ټاکلي. همدا لامل دی چې د افغانستان پر سپيڅلي وجود د لوېدیځ ناچله او مضحکې نسخې نه چلېږي، دا به څنګه یوه مسلمان افغان ته د منلو وي چې د یوې موضوع د وضاحت په اړه اسلامي ارشادات موجود وي او دی بیا دغرب هغه کفري طرحې ومني، چې ماشوم ته هم د منلو نه وي. آیا دغه ډول هڅې د افغانانو په ملي او معنوي ارزښتونو کې د لاسوهنې مانا نه لري؟

موږ لويدیځوال ځکه نه ملامتوو چې هغوی د صلیبي احساساتو درلودونکي دي او له مخې يې اسلام او اسلامي نظامونو سره کینه لري، پر ضد يې پټې اوښکاره کړنې ترسره کوي.

د افسوس او ګيلې وړ خبره د تښتېدلو تش په نامه افغانانو ده، چې  یهودانو او صليبيانو سره لاس په لاس په اسلام ضد داعیه کې همغږي کوي، دلته به دا متل بېځایه نه وي چې ونې ویلي: «که لاستی مې له ځانه نه وای تبر به ولې وهلم ؟» د افغان ملت پر وړاندې د تبر لاستی زموږ هغه تښتېدلي، رټل شوي او ازمایل شوي عناصر دي چې پوره شل کاله یې د غرب پر امکاناتو په افغانستان کې مزې چړچې وکړې، په سلګونو زره بېګناه هېوادوال یې د طالب او القاعدې په مختلفو نومونو دناټو پر وسلو شهیدان کړل ،اوس بیا هم غواړي چې د مشارکت تر نامه لاندې خپلو ناولو پخوانیو هیلو ته ځانونه  ورسوي او افغانستان یوځل بیا په ټولنیزو ناروغیو اخته کړي .

موږ نه وايو چې اسلامي امارت ولې د ملت دغه قاتلان له انتقامه پرته وبښل ، چې اوس په سرخوږي اوښتي ، دا به د شرایطو او زمان ایجاب اوتقاضا وه چې عفوه یې ورته وکړه، خو پوره باور لرو چې د محشر په ورځ به الله ج له دوی سره بشپړ حساب کتاب کوي او د افغانانو د وینو د هر څاڅکي پوښتنه به ترې کېږي، ځکه په الهي ارشاداتو کې سختترین وعید د قتل په اړه دی. موږ دوی ته دا توصیه نه کوو چې دوی ولې د غربیانو په مرسته یو اړخیزې غونډې او تبلیغاتي ناستې جوړوي ، هرڅه یې چې په توان او وس کې وي مخه یې چا نه ده نیولې، صرفه دې نه کوي؛ خو له دغو عناصرو مو لومړۍ پوښتنه داده چې دوی په کومو سترګو هغه هېواد ته بیا ځلي راځي چې د استوګنو پر وینو یې ژرندې وګرځولې. دا خود چا له یاده نه دي وتلي او نه به ووځي ، دوی باید په یاد ولري ،که اسلامي امارت دوی ته عفوه کړې، دوی دې نه خوشحالېږي، ځکه ملت خوعفوه نه ده ورته کړې ، دوی د خلقیانو او پرچمیانو په څېرهغه [خود کش بیګانه پرور] عناصر وو چې پر هېڅ منکریې صرفه نه کوله  اود خپلو اعمالو داسې شرمنده تاریخ يې پر ځای پرېښود چې تل به یادېږي .

بیا هم وایو، که کفري نړۍ د افغانستان په اړه هرڅه کوي، تمه د همدې ترې کيږي، ځکه دلته مات شوي، شرمېدلي،  تاريخ

او حيثيت يې خراب شوی.

خو تاته خیر تښتېدلیه وروره (؟!) په افغانستان کې که اوسنی امن امان خوند نه درکوي؟ د خپلو بادارانو په خاطر نور پر خپل ځای کښېنه، د غونډو او ناستو له لارې له غربیانو سره په همغږۍ نور په افغانستان کې فساد مه جوړوه، دلته اوس عام ولس خوشحاله دی، نو د اوسني امنیتي نعمت پر ضد توطیې مه جوړوه، باور وکړه چې لوی شرم دی .

له نړیوال ضمیر څخه مو هم دا پوښتنه ده، چې دوی نور په افغانستان کې څه غواړي؟ په دغه ملک کې د امنیت د نشتوالي په صورت کې د سیمې په هېوادونو کې د امنیت مسئله د کوم تضمین له مخې د باور وړ ده؟  که چېرې خدای مکړه په دغو هېوادونوکې بې امنیتي را منځ ته کېږي، نوعاملین به یې څوک ګڼل کېږي؟ معلومه ده چې همدوی به وي .

علامه اقبال لاهوري د افغانستان د خلکو خواص څومره ښه تحلیل کړي چې ویلي يې دي :

افغانستان یک پیکر آب و گل است

ملت افغان درآن دل است

ازگشاد او گشاد آسیا

و از فساد او فساد اسیا

نو ښه به دا وي چې د نړۍ مغرض هېوادونه او مغرضې کړۍ نور په افغانستان کې د بې ثباتۍ له را منخ ته کېدو څخه لاس واخلي ،ځکه پرته له دې چې ځانونه وشرموي نوریې هېڅ په وس کې نشته .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button