
بې بنسټه شک او ګمان باور له منځه وړي
الحمد لله موږ مسلمانان یو او په یوه اسلامي ټولنه کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو. یو مسلمان باید پر بل مسلمان ښه ګمان وکړي، ترڅو په دې ترتیب يو پر بل د باور فضا زیانمنه نشي او اعتماد رامنځ ته شي. په اسلام کې د یو مسلمان پر بل مسلمان شک کول ایمان ته زیان اړوي، باور له منځه وړي او اختلاف ته لاره هواروي او داد نړیوال استعمار مهم شعار دی چې بې اتفاقې واچوه او حکومت پرې کوه که موږ د تېرو څلورولسیزو جګړه ییز تاریخ ته لنډه کتنه وکړو، د افغانستان په ورانولو او د خلکو په وژلو کې چې څومره لاس اورول د هغو افغانانو و چې بهرنیو یرغلګروله لوري تغذیه او تقویه کېدل، هومره دخارجیانو مستقیم لاس دېر وجودنه درلود، بلکې دا د داخلي اجنټانو کارو چې د هغوی مستقيمې لاسوهنې او مداخلې ته یې لاره هواروله. لکه چې وایي: که غل بهرني ؤ، نوکلي یې له کوره وه. د امیر شېرعلي خان دواکمنۍ پر مهال کله چې سید جمال الدین افغان په ارګ کې د امیر دکورنۍ غړو ته په درس ورکولو مصروف و، انګرېزي روزل شویو اجنټانو او انګریزي استعمار، چې له سید جمال الدین افغان څخه په وېره کې وو او انګرېزانو د ځان لپاره په ارګ کې د هغه اعتماد او باور ځانونوته ګواښ ګاڼه، د ذکر شویو بهرنیو جاسوسانو په وسیله یې امیر شېر علی خان ته د سید جمال الدین افغان اعتماد زیانمن کړ او بالاخره یې امیر شېر علی خان دې ته اړکړ چې دی له خپل هیواده وشړي، نو زموږ مسئولین چې په اصل کې د ملت د خادمانو په حیث دنده مخ ته وړي، پکارده چې خپلې دروازې او غېږي خپل ملت ته پرانیزي، یو پر بل باید اعتماد وکړو او یو پر بل بې باوری اوشک له منځه یوسو. موږ مسلمانان یو او په یوه اسلامې ټولنه کې ژوند کوو،پکارده چې یو له بل سره ښې اوحسنه اړیکې ولرو،یو له بل سره راشه درشه ولرو، یودبل له حال څخه ځان خبر کړو، که موپه توان کې وي د خپلو غریبو او بېوزلو هیوادوالو لاسنیوی او مرسته وکړو باید ښه اخلاق ولرو او د مشرانو عزت او درناوی او پر کشرانو شفقت وکړو.
او بالاخره یوه سالمه ټولنه جوړه او رامنځته کړو.که موږخپل ځانونه اصلاح کړو زموږ ټولنه هم د اصلاح په لورځي او ددې په برکت راتلونکي نسل هم د الهام انګېزه اخلي. د همداسې یوې سالمې ټولنې د جوړیدو په هیله