
بېځايه الزامونه د پاکستان ستونزې نه شي اورولی !
په دې وروستيو کې د نړيوال رسنيو له څارلو داسې معلومېږي چې پاکستاني چارواکي پرله پرسې ډول هم په کورد ننه اوهم ټولو نړيوالو مجالسو کې د افغانستان په اړه له حقیقته لرې اونامعقولې څرګندونې کوي، د مثال په ډول هغوی وايي چې افغانستان کې له امریکايانو پاتې شونې وسلې اوجنګي وسایل د ترهګرو لاسو ته لوېدلي اود پاکستان امنيت يې له خورا سختو ستونزو سره مخ کړی دی. یادا چې د تحریک طالبان غړي له ډیورنډ کرښې تيريږي راتيرتيږي او د افغانستان ډېرو سیمو کې پټنځايونه لري، کله وايي اسلامي امارت دې پرخپلو ژمنو عمل وکړي او کله وايي افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات ټولې سیمې ته خطر جوړولی اوامنیت يې ګواښ شي خوبل لورته د یادوبې بنسټه اوبې انصافه بیانونو پروړاندې د ټول افغان ملت اوله فرضي کرښې هاخوا د زیاترو عوامو اوخواصو نظردادی چې د پاکستاني چارواکو اصلي موخه ښايي داوي چې افغانستان باید په هېڅ زمانه کې یو با ثباته مستحکم ، مرکزي اوملي حاکمیت ونه لري . له دوی سره همیشه دا اندېښنه موجوده وي چې که افغانستان کې حکومت پیاوړی اوځواکمن شي، ښایې پاکستان ته زښته ډېرې ستونزې جوړې کړي، خوله بده مرغه دې ته يې پام نه دی چې خدای دې نه کړي که اوس د خارجي ځواکونو له وتلو وروسته دلته هماغه د شورویانو اود کابل اجیرې ادارې د سقوط زمانې په شان یو درجن سیالې اومخالفې ډلې میدان ته راوتلې اود سوريې اولېبیا په څېر حالات له کنټروله وتلي وي، یقیناً چې د سیمه ییزو جاسوسي ادارو د فعالیتونو له امله به نه یوازې افغانستان د بشپړې تباهۍ تربریده رسېدلی وي ، بلکې هغه مهال به تاسې بیا د پاکستان په شمول د سیمې هېوادونو ننداره کړې وي چې واقعاً د (قلب آسیا) د فساد له امله ټوله آسیا کوم برخلیک سره مخ شوه . په هرصورت اوس حقیقت دادی چې د پاکستاني چارواکو دغه ډول منفي ویناوې به هېڅکله د دوی هغه ستونزې اوارې نه کړی شي ، کومې چې دمګړۍ هغوی ورسره مخ دي، ځکه د افغانستان اوپاکستان ولسونه مسلمانان اویوبل سره زښته ډېرې فکري،کلتوري اوجغرافيوي اړیکې لري.بناءً د سیاستوالو غلطې اوله عوامی تمایلاتو او غوښتنو سره مخالفې تګلارې ،پرته له شکه د هغوی غوسه اوکرکه راپاروي او بیا يې مخنیوی د حکومتی ځواکونو دوس خبره نه وي، دلته بهرني فرمایشات اود پرديو یرغلګرو په لمسون ،هڅونه اومرسته د خپلو ولسونو پرخلاف جنګېدل اوله زوره کاراخیستل یقیناً همدغسې پایلې لري، نوکه دا مطلب لږ نور هم سپین ووایو ښکارده چې پاکستان ته ورپېښې اندېښنې خپله د چارواکو دغلطو تګلارو عکس العمل دی خصوصاً پرافغانستان صلیبي یرغل او شل کلن اشغال په زمانه کې چې دوی پرکومه لاره روان وو اوبیا يې له هماغو یرغلګرو سره د مرستې اوهغوی د خوشالولو لپاره چې خپلو خلکو سره کوم چلند وکړ،واقعاً چې هلته يې پراخ مخالفت اوحساسیت رامنځته کړی اوڅرنګه چې اوس د یادو یرغلګرو ټغر ټول شوی او هېڅ عسکري حضورنه لري،همدا وجه ده چې هلته ناراضو پرګنو ته د خپل انتقام اخیستو مناسبه موقع په لاس ورغلې ،پرعمل یې لاس پورې کړی او قابو کول يې هېڅکله نه د اسلامي امارت په توان کې دي او نه ورته کوم لاسرسی لري اونه باید په کې دخیل اوګرم وبلل شي، دا خپله همدوی پورې اړه لري اوهېڅ مناسب نه ده چې په نړۍ کې زموږ د بدنامولو هڅې کوي.