دینی لیکنېمقالې او تبصرې

بي بي حلیمې څنګه د جناب رسول الله مبارک د رضاعي مورلقب خپل کړ

کله چې په ۵۷۱میلادي کال د ربیع الاول په نهمه نېټه ددوشنبې په ورځ رسول الله مبارک د جزیرة العرب په مکه معظمه کې د بې بي امنې له بطن څخه وزېږېد ، نوپه نړۍ کې عجیب غریب تحولات را منځ ته شول په فارس کې د زرتشیانواورتون چې دزرګونوکالورا پدیخولمبې په غرغړو وې ، خاموش شو، د مداین ښارڅوارلس ګنګرې را ونړېدې چې دا په حقیقت کې هغه زیری وچې د رسول الله مبارک له با سعادته ولادت سره هم مهال دالله پاک لخوا بشریت ته ورکړل شو.

کله چې په ۵۷۱میلادي کال د ربیع الاول په نهمه نېټه ددوشنبې په ورځ رسول الله مبارک د جزیرة العرب په مکه معظمه کې د بې بي امنې له بطن څخه وزېږېد ، نوپه نړۍ کې عجیب غریب تحولات را منځ ته شول په فارس کې د زرتشیانواورتون چې دزرګونوکالورا پدیخولمبې په غرغړو وې ، خاموش شو، د مداین ښارڅوارلس ګنګرې را ونړېدې چې دا په حقیقت کې هغه زیری وچې د رسول الله مبارک له با سعادته ولادت سره هم مهال دالله پاک لخوا بشریت ته ورکړل شو.

په عربوکې عادت وچې خپل نوي زېږدلي اولادونه به ددې لپاره له ښاري چاپېریال څخه لېرې په کلیوالي سیموکې ( دایې ) ته سپاري څوله ښاري ککړچاپېریال اوساري ناروغیو څخه لېرې په يوه نسبتا امن او پاک محیط کې سترشي ، همدا وجه وه چې جناب رسول الله مبارک هم خپلې موراونیکه عبد المطلب لخوا د بني سعد له قبیلې څخه د بي بي حلیمې په نوم یوه دایې ته وسپارل شو ، دا وخت بي بي حلیمې د (انیسې) په نوم یوه نسبي لورهم درلوده چې د رسول مبارک درضاعي خورفخریې نصیب شو، حلیمې بي بي چې محمد دهغه له موراونیکه څخه تسلیم کړنود خپل ټاټوبي په لور روانه شوه که څه هم دا وخت په مکه معظمه اود هغه په مضافاتوکې سخته قحطي او وچکالي روانه وه خود جناب رسول مبارک په برکت الله پاک بي بي حلمې ته د هستۍ او روزۍ داسې مخه کړه چې د سترګو په رپ کې یې په تیوکې دومره شیدي را غلې چې محمد(ص) او رضاعي خورانیسه یې پرماړه شول ، وچې اوښې یې پۍ ورکړې ، لنډه داچې دبي بي حلیمې په رزق کې دومره پراخي اوبرکات را غلل چې تصوریې له معجزې کم نه و ، د جناب رسول الله مبارک دوه کاله نه وو پوره شوي چې یوښکلی چالاک اوتندرست ماشوم ترې جوړشو، حلیمې بي بي اوخاوند یې رسول الله مبارک د خپلې موراونیکه د لیدو لپاره مکې معظمې ته را ووست خوډېره تمه یې درلوده چې بي بي آمنه او نیکه یې دیته راضي کړي چې محمد بېرته له ځان سره د بني سعد قبیلې ته بوزي هغوی هم د محمد ص د بیا ځلي بیولولپارراضي شول .

د مورخین اومحققانوپه قول له اوږدې مودې وروسته کله چې محمد تخمینا ۴ کلن شو یوه ورځ یې چې د محل له ماشومانوسره له کوره د باندې لوبې کولې ناڅاپه جبراییل امین راغی هغه یې په مځکه څملاوه اوسینه یې پرې څېرې کړه له سینې یې ډېرڅه را وایستل اوده مبارک ته یې وویل : چې دا ستا په سینه کې د شیطان برخه وه چې وویستل شوه وروسته یې د هغه سینه د زمزمه پراوبو ومینځله او بېرته یې ورته وتړله .

ماشومانوچې دا حال ولید نوپه وارخطایی د هغه رضاعي موربي بي حلیمې ته را غلل ویې وویل :

 د محمد سینه یوکس وڅيرله موږ ولید هغه مړشو ، دا پېښه چې ماشومانو بي بي حلمې ته بیان کړه هغې په ډېره وارخطایی د پېښې ځای ته راو ځغاستل ، خوژر یې ولیدل چې محمد په الوتلې بڼه چوپه خوله جوړاو روغ ولاړدی ، له دې چې بي بي حلیمه د مبادای له ورته پېښوڅخه د تکرارله وجې سخته وبرېده نویې پریکړه وکړه چې محمد خپلې کورنۍ ته وروګرځوي ، هماغه وه چې په سبا یې دخپل خاوند په ملتیا محمد د مکې معظمې په لوري روان اوبي بي آمنې ته یې جوړ روغ وسپاره ، خو بي بي حلیمه هغه ښځه شوه چې د اسلام د ستر پیغمبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د رضاعي مورلقب یې په اسلامي معارفوکې د ځان په برخه ثبت کړ اونن یې هم نوم په خورا زیات درنښت یا دېږي.

بیشکه ، په هغه څه چې الله پاک پوهېږي بندګان یې نه پرپوهېږي دا چې جبرائیل امین جناب رسول الله مبارک ته وویل چې ستا له سینې څخه مې د شیطان برخه وویستله په رښتیا هم چې دا هغه برخه وه چې د ژوند ترپایه پورې رسول الله مبارک له ټولو لویو او وړو ګناهونومنزه اود شیطان علیه لعنه له اغیزنه بچ پات شو ، محمد(ص) ترشپږ کلنۍ پورې له خپلې نسبي موربي بي آمنې په ساتنه اوپالنه کې پاته شو، له هغه وروسته بي بي آمنه د خپل خاوند عبد الله د قبرلیدلو لپاره دخپلې وینځې ام ایمن اوخپل خسرعبد المطلب په سرپرستۍ د ۵۰۰ کیلومتره اوږده سفرپه ترپښوکولو له مکې معظمې څخه د یثرب په لوري روانه شوه ، دوی یثرب ته ورسېدل اویوه میاشت هلته پاته شول ، مکې معظمې ته دبېرته را ګرځېدوپه مهال بي بي آمنه د سفرپه لومړي ورځ ناروغه اوناروغي یې شیبه پرشیبه سختېده څود مکې معظمې او مدینې منورې ترمنځ د (ابوا) په سیمه کې یې له خپل ژوند سره مخه ښه وکړه اومحمد یې یوازې پرېښود خو له دغه یوازې پاته ماشوم څخه هغه کس جوړ شو چې د اسلام سپیڅلی دین یې د الهي وحې او دده د ګفتار، کردارله مخې د بشرد هدایت اولارښوونې لپاره نړۍ ته په ارمغان پاته شو.

 محمد صلی الله علیه وآله وسلم د رسولانو ، نبیانو او پیغمبرانوپه ډله کې هغه وروستی رسول دی چې الهي رسالت پرې خاتمه موندلې اوپه جهان کې یې داسې بدلون راوستی چې نیکي یې د بدۍ په ځای ، وروري مینه او محبت یې د کینې ، دښمني او نفرت پرځای او رڼا یې د تیارو پرځای را وستلې ده ، اسلام هغه کامل او شامل دین دی چې د علمي سنجش اومنطقۍ معقولیت له مخې نن په نړۍ کې په ملیاردونو کسانو منلی دی

حیا ت لله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button