
بيت المقدس د چا دی؟
ممکن غلط ونه اوسم، زموږ ځوانان بيت المقدس همدومره پېژني چې زموږ لومړۍ قبله ده، معراج له دې خاورې وشو، دلته صليبي جګړې وشوې، له ۷۵ کالو راهيسې صهيونستي لاسوهنې پکې جاري دي، باب لدکې به دجال وژل کېږي.
ممکن غلط ونه اوسم، زموږ ځوانان بيت المقدس همدومره پېژني چې زموږ لومړۍ قبله ده، معراج له دې خاورې وشو، دلته صليبي جګړې وشوې، له ۷۵ کالو راهيسې صهيونستي لاسوهنې پکې جاري دي، باب لدکې به دجال وژل کېږي. منم دا پېښې زموږ امت ته متوجه دي خو ځينې حقايق لا هم زموږ نه پټ دي. يهود هم تاريخ لري، د هغوی هم قبله ده، هغوی هم له شلو پېړيو راهيسې د دې ځمکې سره خپل تاريخ تړي، د سليمان (عليه السلام) دوره چې يهود يې طلايي دوره بولي همدلته قايم وه، وعده شوې، مبارکه ځمکه يې بولي، بيا د طلايي دور خوبونه دلته ګوري، مسيح ته په انتظار دي چې دوی بيا طلايي دور ته ستانه کړي، په نړۍ راج وچلوي، له فرات تر نيل د نيکه ابراهيم (عليه السلام) د قدمونو ځمکه د واک هسته وټاکي، اوسنۍ اقصیٰ ړنګه کړي، هيکل سليماني ترې جوړ کړي، انجيل ورته قباله ټاکي او نور غير يهود پکې نه مني. دا وياړونه خو هغوی هم لري، همداسې نصرانيان هم د دې ځمکې سره بې شمېره يادونه تړي، د خپل پيغمبر د خاپوړو ځمکه، د کنيسة القيامة، ناصره او صليبي وينو او عبادتونو تړاو ورسره لري. دا مهمه پوښتنه ده چې بيت المقدس د چا دی؟ د دې پاکې ځمکې وعده له چا سره شوې ده؟ دا اشتباه غرب هم بوڅه بوڅه کوي چې بيت المقدس له مسلمانانو نه يهودو ته ډېر نږدې دی. خبره په دې جنجالي ده چې قران موږ سم نه دی کتلی، د قران يوه برخه د بيت المقدس تاريخ څېړي، دې ته د مبارکې ځمکې، وعده شوې ځمکې، ښار، اقصیٰ او د الأرض لفظ کاروي. دا تاريخ په خپور شکل راغلی، تطبيق يې سخت دی ځکه ځينې د ماضي کيسې دي او ځينې د مستقبل. دلته د ايمان او توحيد عقيدې خبره مطرح ده. که ووايم دا ځمکه د لتمس مثال لري، بده به نه وي ځکه ابراهيم (عليه السلام) سره وعده شوې وه، هغه خلک چې ستا دين (توحيد) ته وفادار دي، هغوی د دې ښار اصلي وارثان دي، خبره راغله دې ته چې يهود او نصارا د توحيد له لارې لا پخوا اوښتي دي، دا لتمس د دوی په غلطو عقيدو نه رنګين کېږي، دا خاوره د توحيد ده، د توحيد بچي به يې خپلوي، دا د الله وعده ده، دا به رښتيا کېږي. دا چې اوس مهال زموږ امت پر توحيد ولاړ دی، دا ابراهيمي وعده موږ له بيت المقدس سره تړي، معنی موږ هم د دې خاورې سره د شلو پېړيو زيات تړل شوي يو ځکه د توحيد نعمت موږ په زړونو کې لرو. له توحيد سره د مبارکې ځمکې وعده د ډېرو بني اسرائيلي پيغمبرانو پر ژبه شوې ده. هغوی خو توحيد په تثليث او إفتراء العزيري سره خراب کړی دی. دا زموږ قباله ده، دا قباله په درېواړو اسماني کتابونو کې شته او د امت ځوانان دې ياد کې لري.
سردار ولي