برېښنايي نسخېکاغذ

بيت المال ساتنه؛ مشترک مسئوليت..!

اسلام پر نورو ښيګڼو او غوره صفتونو سربېره پر امانت ساتنه هم ډېر ټينګار کړی دی، امانت ساتنه یا امينتوب يو داسې لوی مسئولیت دی، چې مفهوم يې فردي، اجتماعي او حکومتي ادارو ټولو ته شاملېږي.

په فردي او اجتماعي ژوند کې د امانت ساتنې ارزښت دا دی، چې د ټولنې د افرادو ترمنځ پر يوبل باور او اعتماد زياتېږي او همدغه باور بيا په ټولنيز او فردي ژوند کې د امنيت، ثبات او ډاډ لامل ګرځي.

په حکومتي ادارو کې هم د امانت ساتلو غوره صفت ډېر لوړ ځای او بېلابېلې بڼې لري، چې يوه يې په ښه توګه او عامه مصالحو او اړتياوو ته په کتو سره د بيت المال مصرف او له اړتيا زيات او بې ځايه لګښت څخه يې ډډه کول دي. په شخصي اړتياوو او بېځايه لګښت سره يې چارواکي د خيانت مرتکب ګرځي، چې ډېرې زياتې ټولنيزې ستونزې ايجادوي.

موږ هغه مهال يوه پرمختللې، باثباته او متوازنه ټولنه او دغه راز يو مترقي، پرمختللی او باثباته هيواد درلودلی شو، چې په فردي، اجتماعي او حکومتي کچه د امانت ساتنې ستر اصل ته پوره پاملرنه وشي او په ځانګړې ډول د بيت المال په استعمال کې خورا دقت وشي.

که څه هم د بيت المال له سم استعمال څخه نظارت او له ناسم استعمال څخه یې مخنيوی په لومړي سر کې د لوړو حکومتي چارواکو دنده او مسئوليت دی؛ خو په دې برخه کې د ديني علماوو، بانفوذه شخصيتونو او رسنيو دنده او مسئوليت هم ډېر زيات دی، دوی بايد په ټوله معنا د عامه پوهاوي له لارې د بيت المال او ملي شتمنيو د ساتنې لپاره هڅې وکړي او د يوې باثباته او خوندي ټولنې په جوړولو کې خپل اساسي رول ولوبوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button