مقالې او تبصرې

بوش او ملا محمد عمر مجاهد!

تا به فکر کاوه چې د ټولې نړۍ د مسلحو ځواکونو اعلی سر قومندان دی، هره شېبه یې یونوی فرمان صادراوه، درسته نړۍ یې وګواښله چې: یا به زموږ په څنګ کې درېږئ او یا به د ترهګرو په ډله کې شمېرل کېږئ!!

تا به فکر کاوه چې د ټولې نړۍ د مسلحو ځواکونو اعلی سر قومندان دی، هره شېبه یې یونوی فرمان صادراوه، درسته نړۍ یې وګواښله چې: یا به زموږ په څنګ کې درېږئ او یا به د ترهګرو په ډله کې شمېرل کېږئ!!

حتا اټوم لرونکو هیوادونو یې د ټیلفون په یوې اړیکې خپل د کلونو مسیر ته تغییر ورکړ. پر درستې نړۍ د ډار او وحشت څادر خپل سورۍ غوړولی وو، یوه سیال یې چې دلته ایله لس کاله وړاندې په ګونډو شوی وو، تنها دومره، هغه هم د خواخوږۍ په لهجه ورته وویل چې: افغانستان ته تلل ډېر اسان دي خو ترې راوتل بیا ډېر ستونزمن وي، هیله ده تاسې زموږ (شوروي اتحاد) اشتباه تکرار نه کړئ.

بوش خپلو جنګي بېړیوته د فارس خلیج په لور د خوځېدا امر ورکړی وو، که له یوې خوا یې د ډپلوماسۍ درست ماشین په حرکت کې راوړی وو خو بل پلو یې بیا په ټوله قوت د جګړې د تیارۍ لپاره څلورویشت ساعته کار روان وو … بوش یو وخت د یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وه چې خدای راته ویلي دي چې پر افغانستان او عراق یرغل وکړه.

زموږ ځینې ګاونډیان لګیا وه ځمکه یې ورته آبپاشي کوله او د دوی د جنګي او څارګرو الوتکو د ناستې لپاره یې ورته ډګرونه په اختیار کې ورکول … ټولې نړۍ په ډېرې بې صبرۍ، حالت او وضعیت له نږدې څاره.

دی (بوش) دومره مغرور وو چې د نړۍ هیڅ قانون ته یې غاړه نه اېښودل … موږ ته یې یوازې دوه غوراوي (اختیاره) راکړل «مرګ یا اسارت» د اسامه په اړه یې قاطع امر وکړ چې: موږ ته یې لاستړلی را وسپارئ تر څو په امریکا کې ور باندې عدالت پلی کړو.

بل اړخ ته د اسلامي امارت مرحوم مشرتابه ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د دې ټولو ګواښونو او غورځو پر ځو په وړاندې په متین عزم او قوي هوډ ودرېد او خپله هغه تاریخي او له ویاړه ډکه وینا یې واوروله چې د تل لپاره به یې تاریخ په زرینو کرښو لیکي: بوش موږ ته د ماتې وعده راکوي او الله تعالی د کامیابۍ او بریا نو وبه ګورو چې کومه یوه رښتیا کېږي.

د بي بي سي سره یې په وروستۍ مرکه کې په خورا وضاحت او ډانګ پېیلې توګه د داوود جنبش د دې پوښتنې په ځواب کې چې: ګواکې تاسې داسې وایاست چې بیا هیله من یاست چې همدغه پوځي بریاوې بیا ترلاسه کړئ؟ داسې ځواب ورکړ: «لږ وخته بعده … ورته وا داسي لږ وخت بعده داسې امیدواره یو لکه همدا اوس چې دې ولیدل… بیا به دا بل تحول داسې ووینې».

او بیا یې د ښه ټینګار په توګه ورته وویل: «زه نه درته وایم … بس د امریکا د لیست د سره څه وهل او د پای وخواته نږدې کېدل په یاد لره، پېشګویي ده د خیره سره؛ منې یې که یې نه منې هغه ستا خوښه ده بیا به ههغه وخت سره ګورو».

بوش په خپل واک، ځواک او ټکنالوژۍ دومره غره وو چې عقل او حواس یې له لاسه ورکړي وه، د هیچا مشوره یې نه اوریدله او بالاخره یې د میزان د میاشتنې په پنځلسم ماخستن ۱۳۸۰ / لمریز کال خپلو ځواکونو ته د جګړې د پیل قومانده ورکړه او له هوا او سمندر نه یې زموږ هېوادتر اور لاندې ونیو.

دې کرغېړنې، بدمرغې او صلیبي جګړې پوره شل کاله وخت واخیست خو په پای کې د هماغه ملنګ او قلندر ملا محمد عمر مجاهد وړاندوینه رښتونې ثابته شوه.

امریکا ماته شوه، په ګونډو شول، نامراده شول او خپلو شومو موخوته ونه رسېدل. دا جګړه د دوی په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ثبت شوه، داسې جګړه چې څلورو ولسمشرانو ته په میراث کې ورپاتې شوه او له هر پلوه یې په دنیا کې حیثیت ته زیان ورسېد.

جهادي خاطرې

مولوی حیات الله   مهاجر فراهی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button