
اقتصاد
بهر ته د افغاني غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په وروستیو څلورو میاشتو کې د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه وزارت د مسوولینو په وینا، د روان کال له وري تر چنګاښ میاشتې پورې د څه باندې ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ، ترکیې، امریکا، متحده عربي اماراتو، ایټالیا او ازبکستان ته صادرې شوې دي. له دې سره سم د غالیو یو شمېر صادروونکي وايي، چې د غالیو د صادراتو د ډېرښت په موخه باید له هېواد بهر ورته بازار موندنه وشي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې، د پاکستان، ترکیې امریکا، متحده ایالاتونو، ازبکستان او متحده عربي اماراتو هېوادونو ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې دي.