
سیاست
بهرنیو چارو وزارت: ګڼو هېوادونو ته نوي افغان پاسپورټونه لېږل شوي
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، له هېواد بهر کونسلګریو ته یې تازه پاسپورټونه استولي چې هلته اړتیا لرونکي افغانان له کړاو سره مخ نه شي. په سعودي عربستان کې مېشتو افغان کډوال بیا ویلي، له ډېرې مودې راهسې زرګونه افغانان چې د پاسپورټونو موده یې بشپړه شوې له سفره بند پاتې دې او د ډېرو کسانو په ټولنیز ژوند او کاروبار یې هم ناوړه اغېز پرایستی. په سعودي عربستان کې مېشت یو شمېر افغانانو ویلي هلته په تېره څه موده کې د اسنادو له جنجال سره مخ دي چې د ډیرو ژوند یې تریخ کړی. په ریاض کې د افغانستان سفارت چې لا خو د پخواني دولت د سفیر جاوید مجددي له لوري یې چارې پرمخ ځي، وايي له سعودي چارواکو سره د حل لارو په لټه دي.