
سیاست
بهرنیو چارو وزارت: سوډان کې د بند پاتې افغانانو د ایستلو هڅې روانې دي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي د سوډان جګړه کې ۱۲۰ تنه افغانان بند پاتې دي او د ایستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي. په سوډان کې له څو ورځو راهیسې د دغه هېواد د پوځ او ملیشه ځواکونو د دوو جنرالانو ترمنځ د واک پر سر نښته رامنځته شوې او د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي. د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په سوډان کې ۱۲۰ تنه افغانان هم بندې پاتې دي، خو د هغوی د ایستلو هڅې یې پیل کړې دي. خو هغه دا ونه ویل چې دا عادي افغانان دي، محصلین او یا هم دیپلوماتان دي. نوموړي دا څرګندونې په خوست ولایت کې د کوچني اختر په مناسبت په یوه ستره غونډه کې کړې دي.