سرلیکنېشریعت

بهرنیومرستندویه  ټولنو ته باید واضحه تګلاره ورکړل شي!

اوس یقیناً هغه وخت رارسیدلی چې د بشري مرستو په نامه ګرد سره فعالیتونه په کلکه وڅارل شي، بریدونه ورته وټاکل شي او یوه واضحه تګلاره ورکړی شي.

اوس یقیناً هغه وخت رارسیدلی چې د بشري مرستو په نامه ګرد سره فعالیتونه په کلکه وڅارل شي، بریدونه ورته وټاکل شي او یوه واضحه تګلاره ورکړی شي. که څه  هم نړیوال توب ته منسوبو غربي مرستندویه ادارو پرنیت و اراده بې له شکه له پخوا راهیسې د زیاترو  افغانانو سرخلاص دی او د  اسلامي امارت مشران خویې په ناوړه موخو لا  ډېر ښه پوهیږي،  خودا چې حکومت نوی او لا د عایداتي سرچینو حساب-  کتاب ښه  نه و معلوم نو فیصله پر دې وشوه چې ترڅه مودې  هغوی ته د فعالیت ازاده اجازه ورکړی شي، مګر اوس چې د هېواد  پرګردو اقتصادي مدارکو کنټرول   او تنظیم ترلاسه شوی، د تېر  اوړي بارانونو  د وچکالۍ  اغېزې  هم راکمې کړې  او د نظام استحکام او ثبات د  خصوصي  سکتور فعالیتوته هم څه ناڅه  روحیه ورکړې، همدغو دلایلو  ته په  کتو پرته له شکه اوس هغه وخت راغلی چې نور نو افغان ملت  د پردیو له پېغوره ډکو بسپنو او چندو  پر موضوع خپل چلند کاملاً  بدل کړي. مطلب نور باید هغوی ته په صفا ټکو وویل  شي  چې تردې  وروسته  د دسترخان اوکاسې خیرات نه  غواړو،  نوکه رښتیا موږ  سره خواږي کوئ او زموږ پربې زولۍ مو  خوا بده وي، اول زموږ خپلې پیسې را خلاصې او لګېدلي  بندیزونه مو ختم کړئ. دغه راز که رښتیا کوي نو باید موږ سره د روغتیا، تعلیم، چاپېریال ساتنې یا داسې نورو انکشافي برخو کې مرسته وکړي  ځو افغانان د  خپلو لاسونو په تڼاکو  سره  تولیدي منابعوته پرمختګ ورکړي،د  پردیو له احتیاجه خلاص او پرځان بسيا شي. په هر صورت ښکاره ده چې پردي هیڅکله  هم د افغانانو په کور کې نظم، ټېکاو او بسیاکېدل نه غواړي بلکې  همېشنی ارمان یې دادی چې د افریقایانو په څېریې تل ترتله بې وزله، وږي او خیرات خواره وساتي. حقیقت دادی چې هرکله  هم ښکېلاکګردیو ملت پروژلو اوځپلو ستړي شي  نو بیا د همدغو بشري  مرستو په زړه سواندوندو نومونو هغه زهر ورکوي  چې ابداً بیا د کار، ژوند او همت ملاونه  تړلی شي او تر قیامته د دوی ځیره خواره پاتې وي ښایي اوس مهال زموږ لیري کلیوالو وګړو ته هم په تجربو ثابته شوې  وي  چې  تیر څه باندې  یو کال راهیسې یادو بشري مرستو د هغوی پر ژوند څومره مثبت اغېز  کړی او له اخلاقی پلوه یې څومره ټيټ کړي دي.  په دې اساس  دانو اوس د حکومت ذمه واري ده چې خپل ملت په څه ډول د هلاکت  له دغې کندې ژغوري  او د یو سوکاله، پرځان  بسیا اوپتمن  ژوند لورته یې بیایي. بل پلو عام ولس هم باید پردې قانع اوسي چې د  بشري مرستندويه ټولنو پرمحدودیت کېدی شي  دغه تیارې ډوډۍ  لا لاسه ورکړي او دوه، درې کاله څه ناڅه بې وزلي هم وزغمي خو  دادې هم  ومني  چې غالباً  اخر پای پرخپلو پښو دریږي  او داوږد مهال لپاره به یې زښته لویه بریا ترلاسه کړې وي.  په دې  لړکې د  هېواد رسنۍ، دیني علماء، امامان، خطیبان، استادان  او نور ټولنیز مخور شخصیتونه هم دروند مسؤلیت لري چې باید خپل ولس ته قناعت او پوهاوی ورکړي او  د یادو تش

 په نامه خیراتونو له زیانونو یې ښه په تفصیل سره خبر  کړي نور باید افغان مېړنی ولس  د بې ننګۍ له دې پېغوره وژغورل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button