مقالې او تبصرې

بندیزونه او فشارونه د اسلامي امارت په دریځ کې تغییرنه شي راوستی

داسلامي امارت له خوا ماتی خوړلي اشغالګر په ډېره سپین سترګۍ سره د کړو ژمنو څخه په سرغړونه بوخت دي، هڅه کوي چې دبېلا بېلو لارو په اسلامي امارت فشارراوړي او خپلې ناوړه موخې په اسلامي امارت ومنی.

داسلامي امارت له خوا ماتی خوړلي اشغالګر په ډېره سپین سترګۍ سره د کړو ژمنو څخه په سرغړونه بوخت دي، هڅه کوي چې دبېلا بېلو لارو په اسلامي امارت فشارراوړي او خپلې ناوړه موخې په اسلامي امارت ومنی.

خو اسلامي امارت چې دسرپه بدله دهېواد څخه داشغال لمن ورټوله کړي، هېڅ وخت د پردیو فرمایشي لارښوونو ته غاړه نه ږدي او دیوه آزاد او خپلواک هېواد په توګه به دچارو په سمبالښت کې ښې لاسته راوړنې ترلاسه کړی. همدا اوس په ډېره لږه موده کې داشغالګرو له خوا دبندیزونو سره سره توانیدلي چې راپاتې شوي ستونزې ورغاول شي اود هوساینې له پاره په ستراتیژیکو پروژو کارپیل شی. ډېرې بهرنی میلمانه چې دبهرنیو هېوادو استازیتوب کوي داسلامي امارت سره په ليدوکتو کې داسلامي امارت لاس ته راوړنې نادري ګڼي، تیاري ښایي چې د اسلامی امارت سره دښو اړیکو دپیوند د ټینګښت له پاره لارهواره کړي .خو اشغالګرا هيوادونه چې داسلامي امارت په لاس ته راوړنوسترګي پټوی او ورسره جوخت دبندیزونو په لټون بوخت دي چې دا ډول کړنې دټولو نړیوالو اصولو خلاف ګڼل کېږي ځکه چې اسلامي امارت په قطرکې دلاسلیک شویو ژمنو ټول مواد په پوره صداقت او ایمانداري سره رعایت کړي او اشغالګروته يې ددې لاره هواره کړه چې په امن سره زموږ له هېواده ووځي ځکه اسلامي امارت دیوه متحد اوژمن هېواد په توګه غوره ګڼې چې لاس لیک شوي ژمنې عملي شي خو اشغالګرو هېوادو په خپلو ژمنو وفا ونه کړه او د هرې ورځې په تېرېدو سره دبندیزونو په لټون بوخت دی. مناسبه به وي چې اشغالګر خپل کړه وړه وارزوي اولاس ته راوړنې يې هم محاسبه کړې ځکه داشغال پرمهال داسلامي امارت دمجاهدینو سره په جګړه کې له هرډول جګړیزفشارڅخه په کاراخیستو ونه توانیدل چې داسلامي دامارت دمجاهدینو په کړو وړوکې بدلون راولې اویا ورباندې خپلې ناوړه موخې ومنی اویایي دجهاد له سنګرونونه په شا کړي ځکه مجاهدینو داسلامي امارت ارزښتونو دپلی کېدلو له پاره هرډول قرباني اوسرښندنې په  ځان منلی وي او داشغالګرو هرډول فشار ته یې غیږپرانیستی وه .دمجاهدینو مظبوط عزم او کلکه اراده په دې بریالي شوه چې دنړۍ هېڅ ځواک نه شی کولای پرافغانانو اشغالګر واکمنی وکړي اویا داشغال موده اوږدمهاله کړې له همدې کبله ویلي شو چې دلاسوهونکو اشغالګرو اوسنې ناوړه هڅې اوبې ځايه بندیزونه داسلامي امارت په تګلاره کې بدلون نه شي راوستي اودنړیوالو بی انصافه بندیزونو ته به په پوره حوصله مندي ځواب ووایی ځکه اسلامي امارت نه غواړي چې دنړیوالو سره اړیکي خرابی کړي بلکې دنړیوالو څخه غواړي چې په افغانستان کې واقعیتونو ته په کتو خپلې کړنې سمبال او داسلامي امارت سره د نړیوالو اصولو پربنسټ داړیکو په پیوند فکروکړي ځکه اسلامي امارت دیوه سوله ییز هېواد په توګه دنړیوالو سره دښه تعامل اومتوازنو اړیکو غوښتونکي دي، نه غواړي چې په سیمه اونړۍ کې یوځل بیا دجګړو ناورین رامنځ ته شي .ښه به وي چې دبندیزونو پرځای دافغانانو سره داشغالګرو له خوا په ورانو ویجاړو خبرې وشي ځکه اشغالګرو ځواکونو دهېواد دجوړيدو پرځاي خورا زیاتې ورانې پرځاي پری ایښي او داقتصادي جوړښت دپوره زیان سره مخامخ شو، چې اوس يې اسلامي امارت په رغاونه بوخت دی هغوٍي ته به معلومه شوی وي چې اسلامي امارت دهرډول فشارونو سره سره په دې توانېدلي چې اقتصادي پیاوړتیا له پاره لارې ومومي اودبهرنيومرستو پرته دخپل هېواد دآبادي له پاره هلې ځلې وکړي ډېرې هېوادونه داسلامي امارت په وړاندې داشغالګرو هېوادونو بندیزونه چې په مختلفه بڼه لګول کېږي ناوړه هڅې ګڼې او په دې فکر کې دي چې داسلامي امارت سره دې د تعامل لارغوره شي.نو ښه به وې چې اشغالګرهېوادونه په خاصه توګه دامریکا متحده ایالات باید داسلامي امارت په مشرانو د بندیزونو څخه لاس واخلي او ورسره شوې ژمنې په عملي توګه پلي کړي .اسلامي امارت به دهرډول فشارپه وړاندې د اوسپنیز دیوال په توګه ودرېږي او دهېواد دسمسورتیا او خپلواکۍ دساتنې له پاره به دهېچا ګواښونو ته تسلیم نه شی ځکه اسلامي امارت داسلامي ارزښتونو په سره هېچا سره سودا نه کوي اویقین لري چې دالله(ج) په مرسته به په هرډول ستونزو برلاسی پیدا کړي اوهېواد به دنورو پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button