روغتیا

بلخ کې نن ورځ د ګوزڼ (پولیو)  واکسین کمپاین رسماً پرانیستل شو

بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار او څلوارلس ګنو ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاین د عامې روغتيا رئیس حاجي رحمت الله منصور، د عامې روغتيا رياست اړوند همکارو مؤسسو، ډاکټرانو او ددغه ریاست یو شمېر کارکونکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.

ددغه کمپاين د مراسمو په پیل کې د بلخ ولايت د عامې روغتیا رئیس حاجي رحمت الله منصور وويل: چې له نېکه مرغه نن د بلخ ولايت په کچه د پولیو واکسین کمپاین په رسمي توګه پرانيستل شو چې په په‌دې کمپاین کې ۴۶۰۰۰۰ څلور لکه او شپیته زره یو ورځني څخه تر ۵ کلني ماشومان واکسين کېږي او درې ورځې به دوام کوي.

ښاغلي منصور ددغه ولایت له ټولو ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې ددوی رضاکاره ټیمونه کلیو او بانډو ته ورځي د واکسین په ښه پلي کيدو سره د هغوی له رضاکاره ټیمونو سره همکاري ورکړي ترڅو هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نشي.

د يادونې وړ ده چې دغه کمپاین پدغه ولایت مرکز او ولسواليو کې درې ورځې دوام وکړي چې د ماشومانو د بدني روغتيا په برخه کې به خورا ګټور تمام شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button