
بلخ کې د ۱۲۰زرو ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه
د بلخ د پوهنې رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت په (( نهرشاهي)) ولسوالۍ کې د ۱۲۰زره ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.بلخ کې د ((احمدشاه مسعود)) ښوونځي د ودانۍ دپرانيستو مراسمو کې د پوهنې سرپرست وزير او د بلخ يوشمېر چارواکو هم ګډون کړی و. ياده ودانۍ پرون پرانيستل شوه.ياده دوه پوړييزه ودانۍ چې شپږ درسي او اداري خونې لري، د پوهنې دملاتړ لپاره د افغانانو موسسې له لوري او د (( افغانستان شولن)) په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.د پوهنې دملاتړ لپاره د افغانانو موسسې استازي محمدزبير عمر د يادې ودانۍ دپرانيستې مراسمو ته وويل ،چې دغه ودانۍ يې معياري ټولګيو کې زدهکوونکو ته د غور زدهکړو د برابرولو لپاره جوړه کړې ده.په ورته مهال د پوهنې سرپرست وزير حبيبالله اغا هم يادو مراسمو کې د وينا پرمهال هيواد کې د معياري زدهکړو د برابرولو ډاډ ورکړ.نوموړي زياته کړه ،چې دا مهال دوی د زدهکړو پر يوې داسې منظمې طرحې کار کوي چې پر بنسټ يې ديني او عصري زدهکړې پهکې شاملې دي. حبيبالله اغا همداراز ويلي، هيواد کې د معياري زدهکړو لپاره هڅې کوي.په همدې حال کې د ياد ښوونځي د ودانۍ جوړېدو ته زدهکوونکي خوښي څرګندوي او وايي ،چې له دې وړاندې د ودانۍ دنشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.د بلخ د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د تېرو څه باندې دوو کلونو پرمهال د دغه ولايت لسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي.