
بلخ کې د غوړيو د توليد او پروسس کارخونه جوړېږي
بلخ کې د يوه سوداګر له لوري د يو ميليون ډالرو په لګښت د نباتي غوړيو د توليد، تصفيې او پروسس کارخونې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
بلخ کې د يوه سوداګر له لوري د يو ميليون ډالرو په لګښت د نباتي غوړيو د توليد، تصفيې او پروسس کارخونې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.دغه کارخونه چې د خوراکي توکو د ځانبسياينې او له بهر څخه د غوړيو د وارداتو د مخنيوي په موخه جوړېږي، رغنيزې چارې يې د لړم په څلورمه د بلخ مرکز مزارشريف ښار کې پيل شوې.د يادې کارخونې استازي محمدافضل افضلي رسنيو ته ويلي ،چې د دې کارخونې په جوړېدو سره به په يوه شپه او ورځ کې د ۲۰ ټُنه غوړيو د توليد ظرفيت ولري او ترڅنګ به يې تر ۱۵۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.د بلخ محلي مسئولين بيا د يادې کارخونې د جوړېدو چارو له پيله د هرکلي ترڅنګ وايي ،چې دغه کارخونه به د ياد ولايت د کرنيزو محصولاتو لپاره بازار هم پيدا کړي.بلهخوا دغه ولايت کې يوشمېر کروندګر له سوداګرو غواړي چې د هيواد په دننه کې د دوی کرنيزو محصولاتو ته د خرڅلاو بازار جوړ او پانګونه وکړي.که څه هم هيواد کې له سياسي تحولاتو راپه دې خوا د پانګونې کچې دکمېدو ترڅنګ بېوزلي او وزګارتيا زياته شوې، خو د ورته کارخونو په جوړېدو سره خلکو ته هيلې پيدا شوې دي.