
اقتصاد
بلخ کې د باختر نباتي غوړيو دولتي شرکت بېرته فعال شوی
له يوې لسيزې وروسته بلخ کې د باختر نباتي غوړيو دولتي شرکت بېرته ورغول شو او پر فعاليت يې پيل وکړ. چارواکي وايي، دغه شرکت چې شاوخوا يونيم ميليون افغانۍ لګښت پرې راغلی په فعالېدو سره يې څه باندې ۶۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. د دغه شرکت د مسئولينو په وينا د غوړيو د توليد دغه کارخونه په يوه ورځ کې له څلورو تر شپږو ټنو پورې د نباتي غوړيو د توليد ظرفيت لري. مسئولين وايي: په دې فابريکه کې له نړيوالو معيارونو سره سم تصفيه شوي غوړي توليديږي او بازار ته يې وړاندې کوي.