سیاست او دولت

بلخ ته له عربي اماراتو د کارګو اولوتنو بیا پیلېدل؛ په لومړۍ الوتنه کې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي راولېږدول شو

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په لومړي ځل د متحده عربي اماراتو څخه د بلخ هوايي ډګر ته کارګو الوتنه ترسره شوه، چې په لومړي پرواز کې یې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي راولېږدول.

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په لومړي ځل د متحده عربي اماراتو څخه د بلخ هوايي ډګر ته کارګو الوتنه ترسره شوه، چې په لومړي پرواز کې یې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي راولېږدول.
د فلای سکای هوايي شرکت له لوري د متحده عربي اماراتو او بلخ تر منځ د الوتنو رسمي پیلېدو په مراسمو کې د بلخ د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس اسدالله اسدي، د مولاناجلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمئن د بیات پاور شرکت مسؤلینو او کاري پرسونل ګډون کړی و.
د متحده عربي اماراتو څخه بلخ ته له لومړي پرواز وروسته د کارګو شرکت مسؤل وویل: «دا چي د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټینګې دي او افغانستان او متحده عربي امارات غواړي هر وخت د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړیکې ولري؛ نو د دې اړتیا وه، چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پروازونه پيل کړي».
په ورته وخت کې په بلخ کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله په خپلو خبرو کې وویل «له نوموړي شرکت سره یې په ګډه د دې پرازونو د ترتیب په برخه کې شپه او ورځ هڅې کولې؛ چي الحمدالله هڅي بریالۍ شوې او د افغانستان اسلامي امارت له حاکمېدو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره رسماً د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کارګو دوه اړخیزه پرازونه پيل شو».
د نوموړي په ونیا، په لومړي پرواز کې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي، چي د بیات برېښنا شرکت برېښنايي سیسټمونه پکې شامل دي، له متحده عربي اماراتو څخه مزارشریف ته را انتقال شو.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسؤلینو خوښ دي، چي د لومړي ځل لپاره هوايي دهلېز پرانېستل شو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د هوا له لاري د سوداګریزو توکو لېږد پیل شو.
دوی باوري دي، چې د دې سوداګریزې اړیکې له پیل سره سم به په نورو برخو کې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې قوي شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button