
بغلان کې ۲۴۳ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې
د بغلان په ۶ ولسواليو کې د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د دې ولايت د کليو، بيا رغونې او پراختيا رئيس مولوي عبدالواحد عبيده وايي، چې د افغانستان د ټولنيز ملاتړ او معيشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله و برفک په ولسواليو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۴۸۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يونفس موسسې له لوري پلې کېږي.
د بغلان په ۶ ولسواليو کې د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.د دې ولايت د کليو، بيا رغونې او پراختيا رئيس مولوي عبدالواحد عبيده وايي، چې د افغانستان د ټولنيز ملاتړ او معيشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشي، خنجان او تاله و برفک په ولسواليو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې د نړيوال بانک په مالي ملاتړ د ۴۸۲ ميليونه افغانيو په لګښت د يونفس موسسې له لوري پلې کېږي.عبيده زياتوي، چې د دې پروژو له ډلې څخه د ۳۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.ورته مهال د بغلان د اقتصاد رئيس عبدالمتين اخندزاده وايي، چې د دې پروژو په پلې کېدو کې ۲۳ زره ۷۳۵ کارګرانو په مستقيم ډول کار کړي، چې ۲۱۰ زره کسان يې له ګټې برخمن شوي او ۳۰ زره ۶۰۲ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې کېږي.په ورته وخت کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي اسدالله مصطفي هاشمي وايي، چې پخوا به د پروژو د پلي کېدو پرمهال له موسسو باج اخيستل کېده ، خو د اسلامي امارت په راتلو سره هېچاته اجازه نشته ، چې د پروژو د پلې کېدو مخه ونيسي او يا ستونزې ورته جوړې کړي.بغلان کې د افغانستان د ټولنيز ملاتړ او معيشت پروګرام مسئول کيخسرو خان وويل، چې په دې پروژو کې د کليوالي سړکونو او د کليو د اوبولګولو د کانالونو بيارغونه او جوړول، د پلچکونو او ګبيني او استنادي دېوالونو جوړول او د اوبو د رسولو د شبکو بيا رغول شامل دي.د اغاخان د دفتر مسئول خال محمد اميني وايي، چې د بغلان په ټولو سيمو کې په بېلابېلو برخو کې پراختيايي پروژې پلې کوي او لا د بنسټيزو پروژو پلي کېدو ته ژمن دي.د اندراب د ديني عالمانو د شورا مسئول مولوي عبادالله عابد او د بنو ولسوالۍ مرستيال ولسوال مولوي زمان الدين زماني وويل، چې د دې پروژو په پلې کېدو سره د دوي کرنو ته اوبه رسېدلې، سړکونه يې آباد شوي او سلګونه ځوانانو ته يې د کار زمينه برابره شوې ده.دوي دغه راز غوښتنه کوي چې دغه ډول ګټورې پروژې بايد نورې هم د ولسي خلکو د هوسا کېدو په موخه د حکومت له لوري پلې شي.