
اقتصادټولنه او کلتور
بغلان کې سلګونه پروژې بشپړې شوې
د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې ۱۴۶ پراختیايي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي عبدالواحد عبیده د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په بنو، ده صلاح، پلحصار، دوشي، خنجان ،تاله او برفک ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د نږدې ۴۸۲ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۴۶ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، کانالونو، سربندونو او د اوبو رسولو شبکو رغول او بیارغول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو څخه ۱۳ زره ۲۴۸ کورنۍ برخمنې شوې دي او په راتلونکو ۶ میاشتو کې به ۲۰۰ نورې ټولګټې پروژې پلې شي.