ورزش

بغلان کې د والیبال پنځلس ورځنۍ سیالۍ د غروشاخ د ټېم په اتلولۍ سره پایته ورسېدې.

 بغلان / شنبه د سلواغې ۲۹ مه ۱۴۰۱

دبغلان ولایت ، د پلخمري اړوند د ډنډغوري په سفید خان کلي کې د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ چې د ځوانانو د یووالي او ورزش ته هڅولو په موخه په لاره اچول شوې وې پاېته ورسېدې.
د بغلان د ورزش او بدني روزنې آمر قاري محمدآمیرآمیري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال تهت وویل، چې په دې سیالیو کې ۱۲ بیلابیلو ټیمونو برخه اخیستې وه چې سیمې فاینل ته پنځه ټیمونو لاره پیداکړه او د لوبو په ترڅ کې وروستۍ پای لوبې ته دسفیدخان او غروشاخ ټیمونو لار وموندله.
امیري زیاته کړه چې په پای لوبه کې له پنځه میدانونو څخه ۳ میدانونه دغروشاخ ټیم وګټل او ددې پنځلس ورځنیو سالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
یادې سیالۍ د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او والیبال فدراسیون سره په همغږۍ پیل شوي وې.

اندړوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button