ټولنه او کلتور

بغلان کې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړ شوی ښوونځی ورغول شو

د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې د ابومحمد ليسه ،چې د تېر نظام پرمهال ترې د نظامي سنګر په توګه ګټه پورته  کېدله، د پوهنې رياست په همغږۍ يې د کډوالو چارو رياست په مرسته د  بيارغونې چارې ترسره او د زده کړو پرمخ خلاصه شوه.

د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سيمه کې د ابومحمد ليسه ،چې د تېر نظام پرمهال ترې د نظامي سنګر په توګه ګټه پورته  کېدله، د پوهنې رياست په همغږۍ يې د کډوالو چارو رياست په مرسته د  بيارغونې چارې ترسره او د زده کړو پرمخ خلاصه شوه. د ياد ولايت د والي د دفتر رئيس مولوي لعل جان راشد د دې ليسې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې  د تېر نظام نظامي ځواکونو  په شعاري بڼه هروخت د ښوونځيو په پرانيستو او خلاصون ټينګار درلود، خو په عملي ډګر کې يې د ابومحمد د ليسې په څېر د ګڼو ښوونځيو څخه د نظامي مرکزونو په توګه ګټه پورته کوله او  سلګونه ماشومان يې له زده کړو بې برخې کړي وو.ده وويل، چې د اسلامي امارت په ځانګړې پاملرنې دغه ښوونځي بېرته جوړ او د زده کړو پرمخ خلاص شو.د بغلان د پوهنې رياست د نشراتو مسئول هارون مسلميار وايي، چې د دې ليسې د بيارغونې چارې د يو نيم ميليون افغانيو په لګښت ترسره شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button